له هغه وروسته چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو په تړاو د خلکو غږونه پورته او نیوکې وشوې، کورنیو چارو وزارت او کابل ګارنېزیون د ښار په کچه د غلو او جنايي جرمونو د عاملانو نیولو ګډ عملیات پیل کړل.
خو یو شمېر کابل ښاریان پر دغو علمیاتو نیوکه کوي او وايي، امنیتي چارواکي له غلو سره لاس لري او تر هغې چې امنیتي حوزې له مجرمانو او وسلهوالو غلو سره همکارې وي، یاد عملیات بېګټې دي.
کابل ښاریان دغه راز وايي چې وسلهوال غله او جنايي مجرمان له نیول کېدو وروسته د حوزو امرانو ته د بډو په ورکولو سره خوشې کېږي.
د دوی په وینا، د حوزو امران او پولیس له غلو سره لاس لري او همدا لامل دی چې له نیول کېدو بېرته خوشې کېږي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، د کورنیو چارو وزیر امر کړی چې پر غلو او جنايي مجرمانو دې هېڅ رحم نه کېږي او باید د ترهګرو په شان ورسره چلند وشي.
د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز هم په یوه ځانګړې مرکه کې سلاموطندار ته وویل چې دغه عملیات په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې په موخه پيل شوي دي.
فرامرز زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ کسان په جنايي جرمونو او غلاوو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
په کابل ښار کې د غلو او مجرمانو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت عملیات داسې مهال پيلېږي چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې په کچه د جنايي جرمونو کچه اوج ته رسېدلې او ورپسې د خلکو جدي اندېښنې او نیوکې را وپارېدې.
اړوند مطالب: