کابل له پاره د حقاني شبکې عمومي مسوول ونیول شو

د افغانستان د ملي امنیت له لورې خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي، چې په کابل کې د حقاني شبکې عمومي مشر او دهغه نور ۶ ملګري د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

په خبرپانه کې راغلي، چې دغې ډلې تازه پلان درلود په کابل کې ښار کې ستر برېدونه ترسره کړي.

کابل له پاره د حقاني شبکې عمومي مشر خالد نوميږي، چې په پلازمینه کابل کې یې د دې ډلې له خوا بریدونه رهبري کول، چې د " هوا شناسي، حامد کرزي هوايي ډګر دراوزې، او د شهید مسعود له څلور لارې تر هوایي ډګره پر سړک"  ځانمرګي بریدونه طرح کړي وو.

په نیول شوې ۷ کسیزه ډله کې د حقاني شبکې د کابل د تبلیغاتو مسول عصمت الله، د چاودېدونکو توکو د ډکو وسایطو ساتونکی نور الله، دځانمرګو بریدونو ساتونکی ولید، د حقاني شبکې غړي بهادر او خوشال د کابل د نهمې ناحیې د هودخیلو سیمې څخه نیول شوي دي.

د ملي امنیت له لورې په خپره شوې یوې ویډیو کې نیول شوي تورن د حقاني شبکې سره د تړون اعتراف کوي او همدا ډول په دې ویډیو کې هغه ځایونه ښودل کيږي، چې دې ډلې په چاودېدونکي توکي خوندي کول.

له دې سره د یادو ترهګرو له پټن ځای څخه ۱۴۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکی، دوه بنډله چاودېدونکې فلیته، د رېموټ کنټرول ۱۶ تختونه، څلور رېموټ کنټرولونه، د مبایل څلور سېټونه چې له هغو یې په چاودنو کې ګټنه کوله، څلور برېښنايي چاودېدونکي کپسولونه، یو میل تفنګچه د ملي امنیت ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

تر دې وړاندې د پلازمینې کابل په مهمو ځایونو کې د سترو برېدونو او چاودنو پلانونه هم د حقاني شبکې له لورې ترسره شوي وو، دغه شبکه د امریکا په تور لېست کې ځای لري او په وار وار سره یې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې ددې ډلې په خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي.

دکابل د شاشهید په سیمه کې ورستۍ چاودنه هم د همدې ډلې له لورې ترسره شوې وه چې بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب شوه.

په همدې حال کې تېره ورځ د سرحدي لوا د عمومي قواماندانۍ مخې ته په یوې چاودنه کې  نږدې ۲۰ تنه ووژل شول او نږدې ۲۹ تنه نور ټپیان شول، چې دبرید مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام