د تازه راپورونو له مخې د هند له پلازمېنې ډیلي نه وروسته د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې راغلی دی، چې د ګڼې ګوڼې له امله ګردجنه هوايي د ککړتیا علت بلل کېږي.
د ښاریانو په خبره کابل هیڅ د پلازمېنې په څېر نه دی او له باراني ورځو پرته پکې د زرګونو موټرو لوګي او د خاورو دوړې د سړي تنفس ور تنګوي.
په حمامونو،پخلنځیو، د خښتو په بټیو او فابریکو کې د لرګیو او د سون د توکو له امله د کابل هوا د پخوا په پرته لا ککړه کړې د.
له بله اړخه په کابل ښار کې د نفوس ډېرښت او له دوی سره جوخت د دوی د حمل او نقل د وسایلو ډېرښت هم د هوا په خرابي کې بې اغېزې نه بلل کېږي.
په کابل ښار کې یواځې د لوګیو او دوړو له امله د هوا ککړتیا د ښار د چټلي سبب نه دی، بلکې په ښار کې د اصولو نه مراعت او په پراخه اندازه د کاغذونو او پلاستیکو استعمال او د خځل دانۍ پرځای يې په عامه لارو کې غورځول هم د کابل ښار ککړتیا لا ډېره کړې ده.
غلام محمد ملکيار د ملي چاپیريال د ادارې معین وايي چې د کابل ۶۵سلنه سرکونه خام پاتې دي، ځکه خو ګرد ډېر وي او د ښار ککړتیا هم زیاتېږي.
د نوموړي په وینا فقر او نیستي هم د هوا په ککړتیا کې بې اغېزې نه بلل کېږي، ځکه چې د هېواد ۵۶ سلنه خلک له داسې سون توکو ګټه اخلي چې دود تولیدوي.
د چاپیریال ملي ادارې ويلي چې دوی به تازه د ککړتیا د سنجولو اله نصب کړي، چې ښایي د ککړتیا له سنجش سره يې په کمولو کې هم ګامونه پورته شي.
د دې ادارې مسوولین د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې د کابل د نوم ثبتېدل ردوي او وايي: «تر ۲۰۱۳میلادي کاله دا امکان و، چې کابل په ککړو ښارونو کې وګڼل شي، خو موږ د کابل او نورو ولایتونو د ککړتیا د مخنیوي له پاره چټک ګامونه واخیستل.»
په هر حال په پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا د اوسېدونکو له پاره د سختو ناروغیو علت ګڼل کېږي، چې نه د کابل ښاروالي او نه هم د چاپیريال مسلکي ادارې د هوا د ککړتیا د مخنیوي له پاره ځانګړي طرحې او پلانونه وړاندې کړي دي.