پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردک وايي، د ملي شورا اوولسمه دوره به ډېره ژر پرانېستل شي.
ښاغلي وردک «ملت ته د دولت ځوابویلو» پروګرام کې وویل، نوی پارلمان د را روانې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر غني له لوري پرانېستل کېږي.
ښاغلی وردک زیاتوي، پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ملي شورا اوولسمې دورې پرانېستلو لهپاره چمتووالی لري او کهچېرې د حکومت پروګرامونو کې کوم بدلون رانهشي؛ پنجشنبې به نوی پارلمان پرانېستل شي.
پارلماني چارو کې د دولت وزیر همدارانګه وویل، د ملي شورا له پرانېستلو وروسته د اشنايۍ پروګرام ترسره کېږي او د حکومت له لوري وړاندیز شوي وزیران به د باور رايې د ترلاسه کولو لهپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
ښاغلی وردک همداراز ټینګار وکړ چې ۱۳۹۸ کال کې د ولسي جرګې غړیو د سلوکي تخطیو کمېسیون رامنځته کول د دې ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي.
لهدې مخکې د پارلماني ټاکنو یو شمېر ګټونکیو نوماندانو هم څو ځلې د ولسي جرګې پرانېستلو غوښتنه کړېوه او له دولته یې غوښتي وو چې د قانون جوړوونکي بنسټ بېبرخلیکتوب ته د پای ټکی کېږدي.
پارلماني چارو کې د دولت وزارت داسې مهال د ملي شورا د اوولسمې دورې پرانېستلو خبر ورکوي چې د کوچیانو حوزې، د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې لا نهدي اعلان شوي.
ورته مطالب:
پارلماني ټاکنې؛ هغو نوماندانو چې له ۲سلنو کمې رایې وړي؛ جریمه کېږي