د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور کپټان مهندرسینګ ډهوني له انګستان ملي لوبډلې سره د لوبې کولو مخکې له کپټانۍ لاس په سر شو.
ډهوني د خپل هېواد کرکټ بورډ ته په یوه لیک کې ویلي، چې دی تیار دی د هندوستان لهپاره په ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د یوه عادي لوبغاړي په توګه ولوبیږي.
د کریک انفو ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، مهندرسینګ ډهوني له وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هندۍ ټیسټ کرکټ ملي لوبډلې له کپتانۍ سره مخه ښه کړی و.
مهندر سینګ ډهوني، په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.
دی هغه مهال تازه د خپل هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره یوځای شوی و.
ډهوني په نږدې ۱۰ کلنه دوره کې د هندوستان لهپاره په ۱۹۹ پنځوس اوریزه او ۷۲ نړیوالو ۲۰ اوریزه لوبو کې د کپټانۍ دنده ترسره کړه.
د نړیوال شهرت لرونکي او د ارام طبیعت خاوند مهندر سینګ ډهوني په کپټانۍ کې هندوستان د ۲۸ کلن انتظار وروسته په ۲۰۱۱ کال کې په خپل کوربتوب د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو اتلولي وګټله.
دغه راز د نوموړي په کپټانۍ کې هندوستان د ټیسټ کرکټ اتلولي ، د ۲۰۰۷ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام او دغه راز د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۳ میلادي کال چمپینزټرافي سیالیو د اتلولۍ ستر جامونه وګټل.
نوموړی د هندوستان ترڅنګ په نړیواله کچه ځانګړی شهرت لري، چې په ژوند یې تیرکال هندي فلم "مهندرسینګ ډهوني د انټولډ سټوري" یعني د مهندر سینګ ډهوني د ژوند نه اوریدل شوی کیسه هم جوړ شو.
په پام کې ده، چې د هندوستان کرکټ بورډ نن د انګلستان خلاف د جنورۍ په ۱۵ مه نیټه پیلیدونکو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړي، چې پهکې به مهندر سینګ ډهوني د ویکټ ساتوونکي په توګه ولوبیږي.
که څه هم تراوسه هندي کرکټ بورډ د انګلستان خلاف سیالیو ته د مهندر سینګ ډهوني په ځای نوی کپتان نهدی اعلان کړی، خو د هندۍ ټیسټ لوبډلې کپتان "ویراټ کوهلي" مخکښ ځای ناستی شمیرل کیږي.
په همدی حال کی د ۳۵ کلن مهندر سینګ ډهوني منیجر ارون پنډی رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، د ډهوني لهخوا د کپټانۍ پریښودل تصادفي پریکړه نه وه، بلکې نوموړی په دې اړه د ډیرې مودې راهیسې فکر کاوه او د یوې ښې موقع په انتظار و، چې ښایي همدا یې ښه وخت و.