ډاکټر عبدالله د برېښنايي تذکرو د وېشلو لړۍ کې ځنډ پرځای بولي

ټاکل شوې‌وه چې تېره اوونۍ ولسمشر محمداشرف غني ته د برېښنايي تذکرې په ورکولو سره دا لړۍ پیل شي؛ خو د ځېنو موضوعاتو له امله وځنډېډله.

د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د برېښنايي تذکرو وېشلو کې ځنډ پر ځای وبللو.

ښاغلي عبدالله وویل، سره له‌دې چې د برېښنايي تذکرو د وېش له‌پاره فني چمتووالی نیول شوی او ټاکل شوې‌وه چې دا بهیر پیل شي؛ خو د دې له‌پاره ځنډېډلی چې په‌دې اړه لا هم جدي بحثونه روان دي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه چې حکومت دمګړۍ په‌دې تړاو د خلکو له استازیو سره خبرې ـ اترې کوي او د حقوقوي لوریو تر څنګ د خلکو غوښتنې ته د درناوي په پار ځنډ رامنځته شوی‌دی.

د اجرایوي رییس په وینا، دا ستونزه باید د خلکو ترمنځ د بېلتون سبب نه‌شي او هره پرېکړه چې کېږي؛ هغه به د ټولو د غوښتنو پر بنسټ وي.

په روان لمریز کال کې څو ځلې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ وځنډېډله.

د برېښنايي تذکرو وېش ادارې مسوولان د تذکرو په وېش کې د ځنډ لامل د ولسمشر بوختیا په ګوته کوي.

ولسي جرګې د روان لمریز کال په کب میاشت کې د ملیت او قوم کلمو لیکل په برېښنايي تذکرو کې رد کړ.

خو په لیندۍ میاشت کې د ولسي او مشرانو جرګې غړیو ګډ کمېسیون په برېښنايي تذکرو کې د ملت، قوم او دین کلمو لیکلو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړ.

له‌دې ټولو سره ـ سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي د برېښنايي تذکرو وېش غوښتونکي دي؛ خو ځېنې نور بیا د ولسي جرګې په اجندا کې یو ځل بیا پر دې مسلې د بحث غوښتونکي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام