چين غواړي د امريکا له وتلو وروسته په افغانستان کې مهم رول و لوبوي

د نړۍ ډيری هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان لپاره مهم اقتصادي هېواد چين دا ځل غواړي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته مهم رول ولوبوي.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼه د يوې امريکايي لوړ پوړي چارواکي له خولې د لومړي ځل لپاره د امريکا، چين او افغانستان د خبرو اترو څخه پرده پورته کړې.

دغه ورځپاڼه لیکي، چې د لومړي ځل لپاره دغه هېوادونه غواړي په افغانستان کې د سولې راوستو په باب درې اړخيزه غونډه وکړي.

سياسي کارپوهان هم په افغانستان کې د سولې راوستو په اړه د چين رول مهم ګڼي، نو له همدې امله د ملي وحدت حکومت له جوړېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني خپل دویم رسمي سفر چين ته ځانګړې کړه او هلته په افغانستان کې د سولې راوستو او اقتصادي مهمو موضوعاتو په اړه له چينايي مقاماتو سره خبرې اترې وکړې.

والستريټ ژورنال وايي، چين ته د طالب مشرانو لومړنی سفر کولای شو، د افغانستان د سولې په پروسه کې د ياد هېواد د رول لوبولو لومړی ګام په ګوته کړو.

 څه موده مخکې طالب مشرانو بیجینګ ته د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو په موخه سفر کړي و، خو طالبان بیا په خبرو اترو کې د چين منځګړيتوب رد کړل.

دا ځل چين داسې يوه طرحه جوړه کړې، چې غواړي په سيمه کې په ځانګړي ډول د خپلو ګاونډيو هېوادونو سره نوي روابط جوړ کړي او د پخوا په خلاف په ځينو چارو کې عملا شریک شي.

په والسټريټ ژورنال ورځپاڼه کې د يوې غربي رسمي مقام له قوله ليکل شوي؛ چين دا ځل غواړي د هغو مهمو مسايلو مديريت وکړي، چې د مرکزي اسيا په جيو پولټيک او نورو مهمو مسايلو پورې اړه ولري.

په چين او افغانستان کې د امريکا رسمي ډيپلوماټ او له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزير مرستيال ډيويډ سيډني و ویل: « باید و وایم، چې چين غواړي د امريکا سره په افغانستان او سيمه کې نوی رقابت پېل کړي او سپينې ماڼۍ ته دا و ښايي، چې چين هم غواړي پرمختګ وکړي او د امريکایانو څخه په خپلو چارو کې بريالي دي.»

له تېرې يوې لسيزې وروسته چين غواړي په سيمه کې مهم رول ولري، خو ياده ورځپاڼه وايي، چې امريکا متحده ایالات هم له چين څخه د دغه رول په اړه وضاحت غوښتي.

يو افغان امنيتي چارواکی، چې له نوم اخیستو يي ډډه شوې ويلي، چين د افغان ځواکونو د روزنې پرواګرامونه هم پېل کړي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شاوخوا ۱۳ کلنه دوره کې چين ته د افغانستان د سولې په پروسه خاصه توجه نه وه شوې، خو د ملي وحدت حکومت د وروستيو څرګندونو او فعاليتونو داسې ښکاري، چې داځل به چين د افغانستان د سولې راوستو په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام