له یوې میاشتې راپه دې خوا په افغانستان کې د اوبلن ګاز نرخ په بې ساري ډول لوړ شوی؛ خو د اقتصاد وزارت اړوند د نفتي توکيو د تصدۍ چارواکي وایي، چې دوی ډېر ګاز لري او په نړیوالو بازارونو کې هم د ګازو نرخ نه دی لوړ شوی.
د کابل په بازارونو کې د یوې میاشتې په اږدو کې د اوبلن ګاز نرخ له ۴۰ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته لوړ شوې ده، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نفتي توکیو د تصدۍ رییس ولي محمد صمیم سلام وطندار ته وویل، چې د ګازو نرخونه په مصونوعي توګه لوړ شوي دي او ډېر ژر به بېرته را ټېټې شې
د صمیم پر وینا، د ګازو نرخ په نړیوالو بازارونو کې هم ډېر نه دی لوړی شوی.
دی زیاتوي، افغانستان ته د اوبلن ګاز ډېره برخه له ترکمنستانه راځي او هلته په اوسنیو حالاتو کې اوبلن ګاز د کم تولید ستونزه هواره شوې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې، په راتلونکیو دوو اونیو کې به افغانستان له ترکمنستانه د اوبلن ګاز د وردولو کچه ډېره کړي.
د نفتي توکیو د تصدۍ ریاست وايي، تر هغې چې نور ګاز رارسېږي؛ دوی به له زېرمه شویو ګازو نه یو څه اندازه ګاز بازار ته وړاندې کړي او د نرخونو د لوړوالي مخه به ونیسي.
د نفتي توکیو د تصدۍ ریاست ډاډ ورکوي، که د دوی د ګازو د پلورلو هټي د ګازو پلورل پیل کړي؛ نو د ګازو نرخونه به را ټیټ شي او ښایې د دوی د ګازو نرخ به له ۴۵ تر۵۰ افغانیو پورې وي.
خو لا هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګازو نرخونه لوړ دي.
د کابل ښار هټیوال احمد الله او شمس الرحمان سلام وطندار ته وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي، چې یو کیلو اوبلن ګاز په ۷۰ افغانۍ پلوري. د ده په خبر، دوی ته هم په لوړ نرخ تمامېږي، ځکه یې په لوړه بیه پلوري.
په همدې حال کې د پلازمینې کابل یوشمېر اوسېدونکي هم د ګازو د بیو د لوړیدوله امله شکایت کوي؛ درې تنه کابل ښاریان زلمی، ګل اغا او زمری وایې، چې ژمی په رارسېدو دی کار او مزدوري نشه خو د ګازو بیه ډېره لوړه شوې ده.
د دوی په خبره، کله ناکله د ګازو نرخونه لوړېږي، خو وایي، چې ډېر وخت دوام نه کوي، بېرته خپلو عادي نرخونو ته راځي.
هر کال د ژمي د موسم په را نږدې کېدو سره په هېواد کې د سون توکیو بیې لوړېږي او چارواکي هم په دې نظر دي، چې ازاد بازار دی او دوی نه شي کولی چې په بازوارونو کې نرخونه وټاکي.