د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د فرهنګي میراثونو خوندیتوب ورځې نمانځغونډې پرمهال وویل، په ټول افغانستان کې له ۵۸ زیات شمېر لرغونو سیمو بیارغونې چارې عملا روانې دي.
دوی وویل، چې د دغو لرغونو سیمو د بیارغونې بودیجه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له عادي او پراختیايي بودیجې او دغه راز د ځینو موسیسو له خوا ځانګړې شوې ده.
د اطلاعات او کلتور ځای ناستي وزیر محمد رسول باوري وویل، په ټول افغانستان کې ۵ زره لرغوني اثار او ځایونه پېژندل شوي، چې له ډلې یې یوزرو ۴۶۰ لرغوني اثار او ځایونه ثبت شوي دي.
باوري له وطنوالو وغوښتل، چې د لرغونو اثارو او ځایونو ساتنې ته جدي پام وکړي.
د اطلاعات او کلتور وزارت د دې غونډې په ترڅ کې د تاریخي ځایونو او اثارو ساتنې او خوندیتوب په موخه د کلیو پراختیا او بیارغونې او ښارجوړونې وزارتونو سره دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.