ځېنو داخلي موسسو کورنۍ سوداګرۍ ته مخه کړې

نن په کابل کې د غیردولتي موسسو لومړۍ ملي غونډه جوړه شو.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور غونډې ته وویل چې د هېواد ځېنو داخلي موسسو کورنۍ سوداګرۍ ته مخه کړې‌ده.

د ښاغلي مستور په وینا، د دغو موسسو مالي سرچینې هم روښانه نه‌دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي چې وروسته له‌دې د غیردولتي موسسو د انحلال په اړه جدي دی او له دوی سره به د قانون له‌مخې چلند وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشرمحمداشرف غني په‌دې غونډه کې وویل چې د افغان حکومت او نړۍ‌والو بنسټونو او غیردولتي موسسو ۱۷ کلنې همکارۍ تر څنګ کابل ښار بیا هم د ژوند له‌پاره مناسب نه‌دی.

ښاغلي غني کابل‌ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې کابل به درې ـ څلور کاله وروسته د بنسټیزو بدلونونو شاهد وي.

غیردولتي موسسو په افغانستان کې تر دامهاله له ۵ زرو نه په ډېرو پروژو له ۸۵۰ میلیونو ډېر ډالر لګولي چې کارونه یې تر ډېره له نیوکو سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام