ځواک: افغان ځواکونو د هلمند ناوه ولسوالي بېرته ونیوله

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې دې ولسوالۍ له پاره د طالبانو له لوري نومول شوی قوماندان مولوي شیر محمد، چې مشهور په فهیم و د خپلو ۴۵ وسله والو سره وژل شوی دی.

طالب وسله والو نن سهار ۵ بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل، چې د څو ساعتونو له پاره د افغان ځواکونو له ولکې بهر شوی و او د طالبانو لاس ته لوېدلې وه.

ځواک وایي، د امنیتي ځواکونو مخامخ نښتې او عملیاتو په ترڅ کې، چې د هوايي ځواک ملتیا هم ورسره وه.

دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو ناوې ولسوالۍ کې دوه ځانمرګي بریدګر وژلي او یو شمیر مخالفین یې ټپیان کړي هم دي.

دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لیږل شوي دي.

له بل لوري بیا په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالودود پوپل وایي، چې ناوه ولسوالۍ له تېرو ۴ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا محاصره شوې وه.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چی په دې اړه یې په وار وار سره اړوندو بنسټونو ته خبرداری ورکړی و، خو په وخت ګامونه وا نه خیستل شول.

پوپل زیاتوي، چی په دې جګړه کې ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال احمدشاه سالم سربېره تر لسو زیات پولیس وژل شوي دي.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک هم سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله، چې په ناوې باندې شوې بریدونو په پایله کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاتوي چې په دې جګړه کې د طالبانو زیات وسله وال هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې دهلمند د خلکو استازی عبدالجبارقهرمان هم د دې جګړې د کابو کولو له پاره د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس هلمند ته په پخوانۍ دنده لېږل شوی دی.

د هلمند د جګړې اوپراتیفي رییس عبدالجبار قهرمان سلام وطنداره ته وویل، چې همدا نن به هلمند ته ورسیږي او د وسله والو طالبانو مخه به ونیسي.

هلمند کې داسې مهال وسله والو طالبانو یاده ولسوالي ترخپلې ولکې لاندې راوستې وه، چې له ناوې سره دا ۶مه ولسوالي ده، چې په هلمند کې د افغان حکومت له لاسه وځي او بیا يې د نيولو هڅې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام