دلته د کابل ښار استقلال روغتون دی چې په ټول هېواد کې یوازینی هغه دی چې د سوځېدلو کسانو درملنه کوي.
د دې روغتون مسوولان وايي چې د کال نور فصلونو په پرتله د ژمي په موسم کې د سوځېدو پېښې ډېرېږي.
د دوی په وینا، کورنۍ د کورونو تودولو او نورو اړتیاوو لهپاره له تېلو او ګازو کار اخلي او د سون دغه دوه ډوله توکي په زیاترو مواردو کې د وطنوالو د نه پام له امله د اور لګېدنې سببېږي.
د استقلال روغتون رییس ډاکتر نصیب سلام وطندار ته وویل چې د کورونو تودولو د وسایلو ترڅنګ ځانمرګو بریدونو هم د سوځېدلو پېښې ډېرې کړېدي.
ده همداراز وویل چې د ۱۳۹۵ کال له لیندۍ د ۱۳۹۶ کال تر لیندۍ پورې یې شاوخوا ۴۲۰ او ۴۳۰ پېښې ثبت کړېدي چې نږدې ۵۰ سلنه يې مېرمنې دي. د ډاکټر نصیب په وینا، د دې شمېرو ډېره برخه د ځانمرګي بریدونو او چادونو ترڅنګ د کورونو تودولو او پخلي پر وخت د مېرمنو د سوځېدو له امله دي.
زیاتره سوځېدلي کسان چې استقلال روغتون ته تللي د تېلو، ګازو او یا هم ځانمرګو بریدونو پرمهال سوځېدلي دي.
نسرین او مشتاق چې دمګړۍ د سوځېدلو وجود د بېرته ښهکېدا په پار دې روغتون د درملنې لهپاره ورغلي وايي چې له اور سره د بېپامۍ او په پنځمه ناحیه کې د چاودنې له امله سوځېدلي دي.
په استقلال روغتون کې د سوځېدو څانګې عمومي عملیاتو مختصص ډاکتر احمدشاه وزیري وايي، په وروستۍ میاشت کې د سوځېدلو کسانو شمېر له تېرو میاشتو زیات شویدی.
د دغه ډاکتر په وینا، یوازې د کابل ښار په لویدیځ کې د تبیان پر فرهنګي مرکز ځانمرکي برید څخه ۴۶ سوځېدلي کسان روغتون ته ور وړل شويدي.
د ژمي موسم له رارسېدو او د سون توکيو اخیستو لهپاره د خلکو غوښتنې زیاتېدو سره هېواد ته د سون توکیو ستره بېکیفیته جوپه واردېږي چې دا ستونزه او تودوخې د توکیو په کارولو کې د وطنوالو نه پام د اور لګېدنې او سوځېدلو سببېږي.