پېژندل شوی افغان لیکوال استاد زین الله منلی ومړ

د افغانستان پخوانی نامتو لیکوال او ژباړن مولوي زین الله منلی د روان لمريز کال د ثور مياشتې په ۱۳مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ او تېره ورځ خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي زوی نجيب الله منلی وايي، پلار يې د ۹۶ کلنۍ په عمر ومړ  او شاوخوا ۳۰ اثار يې چاپ او له ۱۰ ډېرې ناچاپ اثار پاتې شول او همداراز يې شاوخوا ۲۰۰ مقالې او د مقالو ژباړې هم خپرې شوې دي.

نجيب الله منلی وايي، استاد زين الله منلي شاهنامه فردوسي، ګلستان سعدي او منطق الطیر، د قرانکریم پښتو ژباړه، د قران کریم کشف الایات، بگهود گیتا او نور اثار پښتو ته ژباړلي دي.

استاد زین الله منلی په ۱۳۰۳لمریز کال کې په ننګرهار ولایت کې وزېږېد او لومړنۍ زده کړې یې په همدغه ولایت کې ترلاسه کړې او په ۱۳۳۳ لمریز کال کې له نجم المدارس څخه فارغ شو.

استاد منلي د ليکوالۍ په ډګر کې دوه ځلې دولتي عالي مډالونه هم ترلاسه کړي. يو ځل يې په ۱۳۶۶ ل ل کال د دوستۍ عالي دولتي مډال او بل ځل يې ۱۳۹۳ ل ل کال د میر مسجدي خان عالي دولتي مډال تر لاسه کړی دی.

استاد منلي د ژوند تر وروستیو شېبو هڅه کوله چې د ژبې د بډاینې لپاره کار وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام