د پکتیکا د امنیې قومدانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي، تېره شپه د جانيخېلو ولسوالۍ اړوند د «هستې او شاطورې» کلیو ترمنځ لار کې د کوچیانو د واده په ټرکټور ډوله موټر چاودنه شوې چې د یوه نارینه په ګډون ۲۰ ښځې او ماشومان په کې ټپیان شوي دي.
ارین وایي، د ۷ ښځو او ماشومانو حالات نازک دی.
د پکتيکا امنيتي مسولان وايي چې د سړک غاړې ماینونه وسلهوال طالبان د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کوي چې ډېری مواردو کې ملکي وګړو ته پهکې مرګژوبله اوړي.
خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.