د پکتیا یوشمېر کروندګر او د ولایتي شورا غړي وايي، که څه هم له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې دې ولایت کې کوکنار کرل شوي نهدي، خو بزګرانو ته امتیازي پیسې او نور لازم امکانات نه ورکول کېږي.
د دوی په وینا، له تېرو ۳ کلونو راهیسې هغه پیسې هم نهورکول کېږي چې د نشهيي توکو د نهکر په بدل کې به ورکول کېدلې.
د پکتیا ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي، که څه هم اوس پکتیا کې بزګران کوکنار نهکري، خو د دولت نهپام به یې اړ کړي چې بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.
په همدې حال کې د پکتیا کروندګر وايي، د اوبو او د بزګرۍ نورو امکاناتو کمښت له ستونزو سره مخ کړي او د حکومت په ګډون نورې اړوندې موسېسې دې د کوکنارو نهکر په بدل کې ورسره کړې ژمنې عملي کړي.
حسینه او شریفخان چې د کرنې په برخه کې کار کوي، سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، پکتیا کې د کوکنارو کر صفر ته رسېدلی، خو حکومت او نور اړوند بنسټونه له بزګرانو سره مرسته نهکوي.
د دوی په وینا، که بزګران له اقتصادي ستونرو سره مخ شي، کېدای شي یوځل بیا د کوکنارو کر ته مخه کړي چې نه یوازې دوی، بلکې دولت او ټولنې ته به په سرخوږي بدل شي.
د پکتیا د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې رییس حفیظالله احمدزی هم مني چې د ښو کړنو د تقدیر برنامې، د پکتیا بزګران له پامه غورځولي چې دې چار دوی هم د کوکنارو بیا کرلو په اړه اندېښمن کړي دي.
احمدزی وايي، هغه پیسې چې د نشهيي توکو نهکر په بدل کې ګروندګرو ته ورکول کېدې، تر ډېره یې د هغوی اړتیاوې پوره کولې، خو که بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، کېدای شي یوځل بیا د کوکنارو کر ته مخه کړي.
د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت تر دې وړاندې د نشهيي توکو او کوکنارو نهکر په بدل کې بزګرانو ته یو میلیون ډالر او ځینې نورې مادي مرستې کېدې، خو له تېرو شاوخوا ۳ کلونو راهیسې د نامالومو لاملونو له مخې دا مرستې بندې شوي دي.