پکتیا لاریون؛ طالبان دې د پردیو په لارښوونه تخریب نه‌کوي

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د واورې د ورېدلو او سړې هوا پرمهال نن سلګونه ځوانان، قومي مشران، د ولايتي شورا غړي او مدني فعالان د افغان ځواکونو په اړه د طالبانو وروستي دريځ په غبرګون کې راټول شوي‌وو.

دوی د امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په اعلانونو سره په سړکونو روان وو او شعارونه یې ورکول چې د افغان امنیتي ځواکونه د دې هېواد رښتیني اتلان دي.

لاریونوالو وويل، طالبان دې د پرديو استخباراتو په لارښوونه له تخريبي خبرو لاس واخلي او له افغان حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې وکړي.

دوی په روسيه کې د سولې په تړوا د جوړېدونکې غونډې مخالفت وکړ او ویې‌ويل چې ورغلي کسان د افغانانو استازيتوب نه‌شي کولی.

لاریونوالو د موقت حکومت د راتلو پر  خلاف خپل غږ اوچت کړ او ویې ویل چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ولاړ دي.

ورته مطالب:

طالبان هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي

د سولې عالي شورا استازي د مسکو غونډه کې ګډون کوي

افغانستان د سولې له‌پاره د مسکو همکارۍ ژمنې هرکلی وکړ

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند حنیف اتمر او ځېني نور سیاستوال ـ چې په اوسني حکومت کې دنده نه‌لري لکه محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغندیوال او داسې نور مشران د عباس ستانکزي په ګډون د طالبانو لس کسیزه ډله ـ د دې غونډې ګډونوال دي.

بل لوري ته افغان سرتېري وايي، تر پخوايې يې روحيه پياوړې شوې او په مېړانې سره به د خپلو ولسونو او خاورې ساتنه وکړي.

  ولسمشر محمد اشرف غني هم پرون په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د پخوا په شان د ملي اردو وسلې او نور تجهيزات کباړ او نورو هېوادونو ته قاچاق کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام