پکتیا حوزوي روغتون؛ ۳۲تنه کارکوونکي د اصولو خلاف شپې پاتې کېږي

د پکتيا ولايتي شورا او مدني فعالان وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې د پکتیا حوزوي روغتون د شپنیو نوکریوالانو نه پرته ۳۲ ډاکټران، نرسان او ضفاکاران د دې روغتون له خونو، امکاناتو او ډوډوۍ څخه د شپې له لوري ګته اخلي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدالرحمان قادري او مدني فعال معروف افغان په‌دې روغتون کې د داسې ډاکترانو د موجودیت ادعا هم کوي چې خپل ماشومان يې روغتون ته راوستي او د شپې له لوري په غيررسمي وخت کې له خونو او نورو امکاناتو استفاد کوي.

دوی زیاتوي، په‌دې کسانو کې ۱۵ ډاکټران، ۹ تنه نرسان، پنځه صفاکار او نور روغتيايي کارکوونکي شامل دي چې هر تن په میاشت کې د شپې له لوري له ۵۰۰۰ افغانیو زيات مصارف لري چې دا ټول په غيرقانوني ډول د روغتون له امکاناتو ورکول کېږي.

د دوی په وینا، یو ډاکټر لا په ICU خونه کې ځانته له تشنابه خونه جوړه کړې هماغلته اوسېږي؛ په‌داسې حال کې چې دې ډاکټرانو ته د موسېسو له لوري لوړ معاشونه ورکول کېږي.

د پکتيا روغتيايي مسئولين هم دا خبره مني، چې يو شمېر ډاکټران او نرسان د شپې له لوري پرته له نوکرې شپې تېروي، خو وايي، چې د دې ستونزې د هواري له‌پاره يې تصميم نيولی چې د روغتیايي کارکوونکیو د شپې اوسېدو له‌پاره بل مناسب ځای برابر کړي.

د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر دولت‌خان احمدزی په‌دې اړه اړه وروستۍ پرېکړه نوې قراردادي موسېسې ته پرېږدي.

پکتيا کې يو شمېر متخصصن ډاکټران د نورو ولايتونو او يا د لېرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي دي چې ډېری وخت د روغتون له خونو او نورو امکاناتو څخه شخصي ګټه اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام