د پکتيا حوزوي روغتون ډاکټران او د عدلي بنسټونو مسوولان په دغه روغتون کې د عدلي طب څانګې جوړولو غوښتنه کوي.
د دغه روغتون سرطبيب اصيلخان سلاموطندار ته وویل، په دغه ولایت کې ډېرې جنايي پېښې رامنځته کېږي چې په ډېری پېښو کې د ډاکټرانو له لوري نظر ورکول کېږي یا هم موضوع د پلټنې لپاره کابل ته لېږل کېږي.
هغه د جنايي پېښو تشخیص لپاره په حوزوي روغتون کې د عدلي طب د تخنيکي وسايلو او مسلکي کسانو موجودیت اړین بولي.
اړوند مطالب:
پکتیا حوزوي روغتون؛ ۳۲تنه کارکوونکي د اصولو خلاف شپې پاتې کېږي
پکتیاوال د ناسمو روغتیايي خدماتو له امله شکایت کوي
په همدې حال کې د پکتيا د استېناف څارنوالي مسوولان هم د عدلي او قضايي ارګانونو د څېړنې او څارلو پر مهال د عدلي طب پر فعالیت ټینګار کوي.
د پکتيا د استېناف څارنوالي ریيس عمبر پاچا وايي، د عامې روغتيا رياست ورسره ژمنه کړې چې د کمېسیون په جوړولو سره به یې پېښو ته لاسرسی ډېر شي.
بلهخوا د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ولايتخان احمدزي سلاموطندار ته وويل، د دې څانګې د جوړولو لپاره کار کوي او ډېر ژر به د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د عدلي طب مجهزه او رسمي څانګه فعاله شي.
د پکتيا ولايتي روغتون يو کال وړاندې پر حوزوي روغتون بدل شو، خو د دغه روغتون ډاکتران پهکې د عدلي طب څانګې له نه فعالیته شکایت کوي.