پښه یې زما په پښه کېښوده، ویې ویل: ډېرې ښکلې پښې دې دي!

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

میترا: یوې دولتي ادارې ته مې کاري اسناد ورکړل. د ازموینې او کار له پيله رانه د ادارې رییس د ملګرتیا غوښتنه وکړه. ویل یې، که له ما سره ملګرتیا وکړې او اړیکه مو صمیمي شي؛ داسې کار به وکړم، چې ازموینه درته اسانه او پوست به ستا شي. پرته له دې، چې ځواب ورکړم، خپل اسناد مې څيرې کړل او له دفتره ووتلم.

ملالۍ: په یو ټیټ دولتي بست مې کار کولو. په دفتر کې مو یو بست اعلان شو او ما د ارتقا په پار هغه بست ته اسناد ورکړل. د اعلان شوي بست رییس چې زما اسناد ولیدل؛ زما لاس یې ونیولو او غاړې ته یې کړم، راته یې وویل، که له ما سره اوسې او غوښتنې مې ومنې ته به وګومارم. ما مې لاس کش کړ او ورته ومې وویل: ځه ورک شه! په سبا مې استفعا ورکړه او تر اوسه وزګاره یم.

نازګله: کله چې له پوهنتونه فارغه شوم؛ یوې غیردولتي ادارې ته مې کاري اسناد ورکړل. هیله منده نه وم، چې زه به وګومارل شم. له ما سره یو ځای اووه نارینه وو خپل اسناد ورکړي وو. دا مې له مخکې انګېرلې وه، چې له دې اوو کسانو یو یې حتمي د دفتر له رییس سره اړیکه لري او کولی شي، چې په اسانۍ سره دې پوست ته راشي، خو د اونۍ په جریان کې مې پام شو، چې د برخې مسوول کس چې له موږ نه یې ازموینه اخیستې وه؛ ما ته زنګ وهلی و. کله یې چې دویم ځلي زنګ را ووهلو؛ ټلیفون مې ځواب کړ، ویې ویل، سبا ته راشه چې د هغه پوست په اړه خبرې وکړو. په سبا یې دفتر ته ورغلم، هغه په خوشباورۍ زما خوا ته راغی او بیا یې د دفتر دروازه بنده کړه، ویې ویل، زه د هغو له جملې څخه نه یم، چې په سلو رقمونو یو چا ته په شف شف خبره کوي. سپینه او سیده خبره کوم، دې پوست بریالۍ کېدلی شې؛ خو په دې شرط چې ما ته یو ځل غېږه راکړې. پرته له ځنډه مې پر مخ په څپېړه ووهلو او له دفتره یې ووتلمه.

نوریه: په تازه ګۍ مې په یو غیردولتي دفتر کې کار پیدا کړی و. دا چې پيسو ته مې ډېره اړتیا لرله؛ کوښښ مې کولو، چې خپل کار په ښه ډول اجرا کړم او د دفتر ټول همکاران رانه راضي وي. همدا چې همکاران مې پوه شول، چې زه پيسو ته ډېره اړتیا لرم؛ له ما سره یې رفتار بدلون وکړ. په دې وخت کې مو یو همکار چې د دفتر له رییس سره یې ډېرې نېږدې اړیکې لرلې او په مشورو ورکولو کې یې مستقیماً برخه اخیستله؛ کوښښ یې کولو چې ما ته نېږدې شي. یوه ورځ په یو رسمي سفر دغه سړي د ټولو همکارانو په مخکې په ډېرې ارامۍ سره خپله پښه زما په پښې کېښودله او ویې ویل، څومره ښکلې پښې دې دي! د ټولو همکارانو پام دې صحنې ته را واوښت، خو هغه ډېر خوشاله ښکارېد. زه ورپېدم او له دفتري ناستې وروسته مې اخطار ورکړ، که چېرې بیا دا کار تکرار شو؛ په رسمي ډول به درنه شکایت وکړم. هغه په ډېر جدیت سره ځواب راکړ، ته یا ډېره وروسته پاتې یې یا ځانته ډېره غره یې! هغه راته وویل، ما ته دا مسایل مهم نه دي او هر کار چې کولی شې؛ ویې کړه. له دې نه وروسته راته په دفتر کې یو لړ مشکلات پيدا شول. وروسته پوهه شوم، چې دې سړي راپسې هر ډول تهمت او دروغ تړلي او د دسیسې په جوړلو یې زه د رییس په واسطه له دفتر وویستمه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام