پوهنې وزارت: له امنیتي ستونزو سره ـ سره ښوونځي نه رخصتېږي

د عامې روغتیا وزات د وروستیو شمېر پر بنسټ، د کابل ښار ۶مې امنیتي حوزې اړوند د پېژندپاڼو وېش پر یو مرکز د پروني (یک‌شنبې) سهارني برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۲ تنه ووژل شول او ۱۱۹ تنه نور ټپيان شول.

د دغه برید زیاتره قربانیان زده‌کوونکي او ولسي وګړي وو.

له پروني برید وروسته کورنۍ او زده‌‌کوونکي وېرېدلي دي او ویل کېږي چې په دشت‌برچي کې خال ـ خال ښوونځي رخصت شوي وو.

خو د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل سلام‌‌وطندارته وویل، ناامنۍ او د پېژندپاڼو وېش مرکزونو ته متوجه ګواښ د زده‌کوونکیو کورنۍ اندېښمنې کړې‌دي.

هغه وايي، د ټاکنو په قانون کې په صراحت سره ویل شوي چې پوهنې وزارت باید له‌دې پروسې سره همکاري وکړي چې تر اوسه لا د دوی همکاري روانه ده. ښاغلی حقمل زیاتوي، دوی د ښوونځیو رخصتېدو له‌پاره هېڅ پروګرام نه‌لري او په ښوونځي کې لیک‌لوست په عادي توګه روان دی.

د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل

د پېژندپاڼو د وېش ادارې د عامه اړیکو رییسه رویینا شهابي د امنیتي ګواښونو نه په اندېښنې څرګندولو سره وايي، ډېر ژر به د پرونې برید په ترڅ کې د بندو شویو مرکزونو په بدیل کې د پېژندپاڼو د وېش ۲ نور مرکزونه پرانیزي.

د دې په خبره، اوس‌ هم د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه له امنیتي ګواښ سره مخ دي او په وینا یې له اوله یې په‌دې تړاو امنیتي ارګانونو او لوړپوړیو چارواکیو سره اندېښنې شریکې کړې‌دي.

له بلې‌خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې او د پېژندپاڼو د وېش ټولو مرکزونو د ښه امنیت له‌پاره له سره په مناسبو امنیتي پروګرامونو غور کوي.

د ده په وینا، د ټول هېواد په کچ هڅه کوي چې امنیتي ځواکونه د مرکزونو ښه ساتنه وکړي.

په ورته وخت کې د زده‌کوونکیو کورنۍ په ښوونځیو کې د ټاکنو له‌پاره د نوم‌لیکنې مرکزونو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، تر هغو چې حکومت د مرکزونو امنیت نه وي خوندي کړی؛ خپلو اولادونو ته اجاز ورنه‌کړي چې ښوونځیو ته لاړ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام