نړۍ په ۲۰۱۸ کال کې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ شوه. سلاموطندار په یوه ځانګړې برنامه کې نړېوالې پېښې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او اقلیمي برخو وېشلي او په هره برخه کې یې تر ټولو مهمې پېښې مشخصې کړې دي.
۱
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ ورځ په خپل ټویټرپاڼه له پاکستان سره د امریکا د ۳۳ میلیاردو ډالرو د مرستې قطع په تړاو ټویټ وکړ. د امریکا ولسمشر پهدې ټویټ کې لیکلي وو، امریکا پاکستان ته ۳۳ میلیاردو ډالر هسې ورکول؛ خو پاکستان په ۱۵کلونو کې امریکا ته پرته له درغو ویلو او فریب ورکولو هېڅ نهدي ورکړي.
د پاکستان په اړه د امریکا د دې سختې نیوکې په تړاو پاکستان په اسلاماباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ا حضار کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د ولسمشر ټرامپ دا ټویټ «سیاسي لوبه» وګڼله او هغه یې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په معنا وګڼلو.
۲
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې د یو فرمان په لاسلیکولو سره خپل هېواد په رسمي ډول د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو له هستوي هوکړې وویست. لهدې لاسلیک سره د ایران هستوي تحریمونو ـ چې مخکې تعلیق شويوو ـ یو ځل بیا بلې دورې ته وګرځېدل.
ډونالډ ټرمپ د برجام له لغوه کولو سره په ایران باندې درانه اقتصادي ماجازات وضع کړل او هغو نړۍوالو شرکتونو به چې دا تحریمونه نقضول؛ د امریکا لهخوا به له مجازاتو سره مخېدل.
د ایران ولسمشر د ټرمپ د دې پرېکړې په غبرګون کې وویل، موږ په د یوې مهمې تجربې شاهدان وو او هماغې پایلې ته ورسېدلو چې په تېرو ۴۰ کالونو کې یې شاهدان وو، هغه دا چې ایران تل خپلو ژمنو ته وفادار دی او امریکا کله هم خپلو ژمنو ته ژمنه نهده.
لهدې برجامه د امریکا د وتلو په غبرګون کې روسیې ـ چې له ایران سره د دې هستوي هوکړې له مهمو لاسلکوونکیو دی ـ نړۍوالیو قواعدو ته امریکا په بېاعتنایۍ او توهینولو تورنه کړه.
۳
که څه هم ۲۰۱۸ زېږديز کال له نږدې نیمې نړۍ سره د مرستو له قطعکولو او سختو تحریمونو سره پیل شو؛ خو پهدې کال کې ځېنو هغو هېوادونو ـ چې له یو بل سره یې په کالونو کالونو دوښمنۍ لرلې ـ رهبرانو یې له یو بل سره ولیدل او د هوکړهلیک په لاسلیکولو سره یې خپلو کې د نرمو اړیکو پالل غوره کړل.
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دې هېواد لومړی رهبر دی چې د دویم نړۍوال جنګ (۱۹۵۳ زېږدیزکال) نه وروسته جنوبي کوریا ته سفر کوي.
د شمالي او جنوبي کوریا دواړو رهبرانو ـ چې له یوې لسیزې وروسته یې د لومړي ځل لهپاره له یو بل سره ولیدل ـ اعلان یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې په اړه به هڅه کوي.
شمالي کوریا د حسننیت په ښودلو سره خپل رسمي ساعت له جنوبي کوریا سره یوشان کړ چې دې چارې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښهوالي کې اړین رول ولوبولو.
۴
د ۲۰۱۸ کال یوه بله مهمه پېښه دا وه چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره د سنګاپور د سنتوزا جزیرې په «کاپلا» نومي هوټل کې ولیدل. دا د ځمکې په کره کې د دې دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له دویم نړۍوال جنګه وروسته لومړی ځل لیدل وو.
ډونالډ ټرامپ او کیم جونګ اوون د دې تاریخي لیدنې په پای کې په هماغه ناسته کې یو سند لاسلیک کړ.
د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا دې مشرانو د تړلو دروازو تر شا له خبرو وروسته د څوو دقیقو لهپاره د نړۍ له رسنیو او خبریالانو سره خبرې وکړې.
۵
د امریکا لویې څارنوالۍ د ۲۰۱۸ کال په جولای کې د روسیې ۱۲ امنیتي ماموران د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند د کمپیوټرونو په هک کولو تورن کړ او د هغوی پر ضد یې د جرم اعلان وکړ.
د امریکا د عدلیې وزارت معاون راد روزنستاین د دې خبر پرمهال دا هم وویل، دا ۱۲ تنه ـ چې د روسیې د ملي اردو د یو اطلاعاتي بنسټ ماموران دي ـ د دیموکرات ګوند له ایمیلونو نه یې غلا کړې او د وایرسونو په لېږلو سره یې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې اغېزمنې کړېدي.
د ښاغلي روزنستاین د ادعا پر بنسټ، د روسیې دا ۱۲ ماموران په کنګرې کې د دیموکرات ګوند د کمپیوټرونو شبکې ته په لارې پیداکولو کې بریالي شويوو.
۶
سعودي عربستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد و چې ښځو پهکې د موټرچلولو اجازه نه لرله. دغه هېواد د لومړي ځل لهپاره په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو له لوري د موټرچلولو د منع قانون لغوه او هغوی ته یې د موټرچلولو لایسنسونه ورکړل. له یادې پرېکړې سره هممهال په دغه هېواد کې د ښځینه حقونو برخې فعالانې په بېلابېلو بهانو ونیول شوې.
په دغه کال کې د هندوستان په سنتي او مذهبي هېواد کې، سترې محکمې د یوه حکم له مخې همجنسګرايي جرم وګڼله.
۷
د هند د سترې محکمې قاضي دیپاک میسرا په خپل حکم کې د همجنسګرایۍ جرمي قانون داسې وښوده چې یاد قانون په عامه کچه همجنسبازانو ته د ځور ورکولو په دود بدل شوی و.
د هند د جزا قانون له مخې چې لرغونوالی یې په نولسمه پېړۍ کې د دغه هېواد د استعمار دورې ته رسېږي، د همجنسو کسانو اړیکه کېدای شي، د هغوی د عمري بند سزا لامل شي.
د هند د جزا قانون د ۳۷۷مې مادې له مخې «د نظم او طبیعت خلاف د جسمي/جنسي اړیکو لرل بېخي بند دي.» د هند د تر ټولو لوړې قضايي مرجع په رایو دغه ماده لرې شوه.
۸
د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په شپږو حوزو کې د کاتولیکو کشیشانو له ۷۰ کلونو په ډېره موده کې له زرګونو ماشومانو ناوړه جنسي ګټه پورته کړې ده. دغه خبر د یاد ایالت د لویې څارنوالۍ له لوري اعلان شو.
په دغه راپور کې چې ۸۸۴ پاڼې و او د لوی څارنوال جاش شاپیرو له لوري تر دوو کلونو څېړنې وروسته خپور شو، د هغو ۳۰۱ کشیشانو نوملړ لیدل کېږي چې د نجونو او هلکانو د جنسي ځور اسناد یې موندل شوي دي. د دغو کشیشانو یو شمېر مړه شوي او یوازې دوه کسان یې چې ژوندي دي، تر قانوني څار لاندې نیول شوي دي.
د دغه راپور د محتوا غوښنه برخه د دغه ایالت د پټ آرشیف د اسنادو پر بنسټ لیکل شوې چې په یادو اسنادو کې د هغو روحانیونو لاسلیکونه لیدل کېږي چې د ماشومانو پر جنسي ځور یې اعتراف کړی و.
۹
ژایر بولسونارو د برازیل ولسمشر شو. د دفاعي ځواک دغه پخوانی افسر په خپلو درز اچوونکیو خبرو پېژندل کېږي، خو د نوموړي په سیاستونو دقیق پوهېدل، اسانه کار نه دی.
یوه کس د ټاکنیزو مبارزو پر دغه ښي اړخي افراطي سیاستمدار د چاکو برید وکړ چې له کبله یې نوموړی د څه مودې لهپاره روغتون ته ولېږه او هماغه و چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې به نه و. دغه راز یې د لومړۍ دورې ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له خپل سیال فرناندو حداد سره چې د کارګر ګوند رهبر و، ګډون و نهکړ. خو په ټولنیزو شبکو کې فعال و او څو مرکې یې وکړې چې پهکې د نوموړي د احتمالي دولت د سیاستونو اصلي ټکي ښکارېدل.
بولسونارو ته یې د «ټرمپ حاره» لقب ورکړ او د نوموړي بهرنی سیاست به، په ځانګړې توګه د چاپېریال ساتنې او منځني ختیځ برخه کې د امریکا د ولسمشر سیاستونو ته ډېر نږدې او یو ډول وي.
۱۰
روسیې په دغه کال کې تر ټولو ستر نظامي تمرینونه د سړې جګړې له مهاله د شاوخوا ۳۰۰ لکه نظامي ځواکونو، زر ټانګونو، ۳۶ الوتکو او د نظام د پلیو زرهي وسایلو په ګډون د سایبري په ختیځ کې ترسره کړل.
چین هم له ۳۲۰۰ سرتېرو او ګڼ شمېر نورو زرهي کسانو چې تیارې هم ورسره وې «د ۲۰۱۸ کال په ووستوک» کې ګډون کاوه. مغولستان هم یادو تمرینونو ته خپل یو شمېر نظامیان ورلېږلي وو.
روسیې بیا د وروستي ځل لهپاره په ۱۹۸۱ کال به سړه جګړه کې خپل ورته تمرینونه ترسره کړل. خو «د ۲۰۱۸ کال په ووستوک» کې د هغه کال ډېرو ځواکونو ګډون درلود.
دا نظامي ازمایښتونه داسې مهال کېږي چې د ناټو او روسیې ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی.
۱۱
د امریکا پخوانی ولسمشر او د جورج ډبلیو بوش پلار په ۹۴ کلنۍ د ۲۰۱۸ کال په وروستیو میاشتو کې ومړ. نوموړی له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۹ پورې د امریکا د هغه مهال ولسمشر ډونالډ ریګان مرستیال و او له هغه وروسته یو ځل د څلورکلنې دورې لهپاره د امریکا متحده ایالاتو د ۴۱ ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې و.
د بوش پلار د ولسمشرۍ دوره د نړۍ د معاصر تاریخ له پېښو ډکه دوره بلل کېږي. د عراقي پوځیانو له لوري د کویټ د اشغال پای ته رسولو لهپاره د فارس خلیج لومړۍ جګړه او د برلین دېوال نړولو او پخواني شوروي اتحاد د له منځه وړلو پېښه په دې دوره کې وشوه.