۱۳۹۷ لمریز کال د افغانانو لپاره یو له ستونزو ډکد کال و؛ ځکه کومې سیاسي او ټولنیزې پېښې چې په دغه کال کې رامنځته شوي، د خلکو پر ژوند یې مستقیم اغېز کړی دی.

ټاکنیزې لانجې او د سولې په پروسه کې ابهام په ۱۳۹۷ کال کې تر ټولو مهمې ټولنیزې پېښې دي. مدني فعالان، خبریالان او عام افغانان د دې لپاره چې د سولې په روانو خبرو اترو کې مستقیم رول نه‌لري، اندېښمن دي؛ ځکه دقیقاً روښانه نه‌ده چې د سولې له هوکړې وروسته به څه ډول حکومت جوړېږي.

دوی وايي، د تېرو ۱۸ کلونو لاسته‌راوړنې باید د سولې خبرو اترو قرباني نه‌شي او طالبان باید له افغان حکومت او خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.

د خبریالانو د بنسټونو فدراسیون غړې شفیقه حبیبي وايي، له نیمې پېړې ډېر عمر یې په مدني او رسنیو فعالیتونو کې تېر کړی او نه غواړي چې لاسته‌راوړنې یې د نورو د موخو قرباني شي. مېرمن حبیبي وايي، د سولې په خبرو اترو کې ابهام ښيي چې د بیان ازادي په یاده پروسه کې لومړیتوب نه دی.

بله موضوع چې د خلکو د اندېښنې لامل شوې، د ولسي جرګې په ټاکنو کې د روڼتیا نه موجودیت دی. وروستۍ ټاکنې دومره له ستونزو ډکې وې چې د ټاکنو پر ملي پروسه یې د خلکو باور ته زیان واړوه او په ډېر احتمال چې د ګوتو په شمېر خلک به له دې وروسته په ټاکنو کې ګډون وکړي.

مدني فعال بسم‌الله رنجبر وايي، د ولسي جرګې په ټاکنو کې شویو سترو درغلیو ته په پام، خلک پر ټاکنو چې د ولسواکۍ اصلي هسته جوړوي، بې‌باوره شوي دي.

ښځې او تاوتریخوالی

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او مدني ټولنې شمېرې ښيي چې په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د بشر حقونو کمېسیون د راپور له مخې، د کورني تاوتریخوالي له کبله له کوره د ښځو د تېښتې پېښې ډېرې شوي او په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه پر ښځو د تېري ۹۲۰ قضیې ثبت شوې دي.

دغه راز د مدني ټولنې د مجتمع څېړنې هم ښيي چې نږدې ۸۰ سلنه خلک له خپلو ښځو سره تاوتریخوالی کوي.

د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې جنسي ځورونه

بله موضوع چې په ۱۳۹۷ کال کې خبر جوړونکې شوه او د نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه د فوټبال نړیوال فدراسیون غبرګون یې راوپاروه، هغه تورونه وو چې د فوټبال فدراسیون پر رییس او درې غړیو ولګېدل.

د فوټبال ملي لوبډلې یو شمېر پخوانۍ ښځینه غړې له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د فدراسیون رییس او درې غړیو له هغوی سره ناوړه جنسي ګټه اخېستې ده. د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم د یادو ادعاوو په  غبرګون کې د فوټبال فدراسیون رییس د فوټبال په اړوندو فعالیتونو کې له ګډون نه بې‌برخې کړ.

یوه ښځه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې

ښځو په ۱۳۹۷ کال کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لرلې دي چې له ډلې یې د لوموړي ځل لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه د عادلې راز ټاکل دي. په دغه کال کې په سیاسي برخه کې د ښځو حضور ډېر شوی دی او څو ښځې د وزارتونو د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي او دغه راز د ښځینه سفیرانو شمېر هم ډېر شوی دی.

شپږکلنه مهسا او د وحشت اوج

د ۱۳۹۷ کال وروستۍ ورځې هم له تاوتریخوالي ډکو پېښو لرې نه وې.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې دوو انسان تښتوونکیو د مهسا په نوم ۶ کلنه نجلۍ د کابل ښار له ۳۱۵ سیمې نه وتښتوله او وروسته یې ووژله چې ګڼ غبرګونونه یې را وپارول؛ افغانانو د مهسا د قاتلانو د اعدام غوښتنه وکړه.

لویې څارنوالي د یادو غبرګونونو په ځواب کې ویلي چې د مهسا د وژلو دوسیه دقیقو څېړنو ته اړتیا لري او پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام