له ننه شاوخوا ۳ کاله مخکې د کونړ مرکز اسداباد اړوند اندرسېر سیمه کې د عبدالهادي پر کورنۍ هغه مهال د دوو غبرګو انجونو هلک کېدو زېری وشو؛ خو خپله عبدالهادي د زامنو د لیدلو ارمان ګور ته وړی و.
د عبدالهادي کورنۍ د وټهپور ولسوالۍ د ګنډېل سیمې اصلي اوسېدونکې ده؛ خو اوس په اسعداباد کې اوسېږي.
د هغه نهه لوڼه وې؛ خو تقدیر یې دوې پېغلې لوڼې پر ځوانو هلکانو بدلې کړې. دوه ویشت کلنه صفیه پر صفيالله او اتلس کلنه ذاکره پر ذاکرالله بدل شول.
دوی چې پخوا به یې له کوره د وتلو اجازه نه لرله؛ اوس د کور سرپرستي همدوی ته ورپه غاړه ده.
د صفيالله او ذاکرالله تره وايي، خېبرپښتونخوا کې تر لومړني عملیات وروسته اوس دومره پیسې نهلري چې د خپلو ورېرونو وروستی او بشپړ عملیات وکړي.
د ده په وینا، د هغوی پر عملیاتو تر ۴سوه زره پاکستانۍ کالدارې لګښت راځي.
صفيالله او ذاکرالله اوس له خپله ژونده خوښ دي؛ خو کله ناکله یې دروند کار د وجود په دردونو اخته کوي، ځکه پخوا یې سخت کارونه، نهدي کړي.
دوی وايي، کلي کور کې د خلکو له چال چلنده خوشاله دي.
صفيالله اوس په اسعداباد کې د ښځینه جامو ګنډلو هټي لري او له همدې لارې خپله دولس کسیزه کورنۍ ساتي؛ خو دومره ګټي چې ایله یې وخوري او د خپل او ورور عملیاتو ته پیسې نهشي جمع کولی.
دوی وايي، تر اوسه ورسره هېچا د درملنې لهپاره مرسته نهده کړې.
ډاکټران وايي، په وروستیو کې د جنسیت بدلون موضوع ډېره شوې چې پخوا وختونو کې به یې عملیات یو څه سخت وو؛ خو اوس دغه عملیات په اسانۍ ترسره کېږي.
د جلالاباد حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر اللهنظر وايي، کونړ کې پر نرینهوو اوښتې نجونې په اصل کې نرینه وې؛ خو د کورنۍ د نه پام او ناخبرۍ له امله ورته د نجونو خطاب شویدی.
هغه وايي، د دغو دواړو هلکانو عملیات په جلالاباد کې په دولتي روغتون کې په ډېرې اسانۍ کېږي.
ډاکټرالله نظر وايي، په شعوري ډول خپل جنسیت بدلول په نورو هېوادونو کې دود ګرځېدلی؛ خو افغانستان کې دا چاره نهشته.
لهدې مخکې هم د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې یوه نجلۍ په هلک بدله شوېوه.