د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت له نیمايي زیاتې سیمې په خپل واک کې لري؛ که حکومت دې مسلې ته جدي پاملرنه ونه کړي، کندوز به بیاځلي طالبان ونیسي.
دوی وايي، چې وسله والو طالبانو تر خپل واک لاندې سیمو کې درې نظامي هډې جوړې کړي دي او د پسرلني جګړې له پاره چمتووالی نیسي.
د کندوز ولایت سرپرسرست حمد الله دانشي سلام وطندار سره مرکه کې وویل، چې د امام صاحب ولسوالۍ ځنګل د وسله والو طالبانو او نور ترهګریزو ډلو د فعالیتونو له پاره خوندي ځای دی.
دانشي وايي، چې وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د ځنګل سیمې سربېره په دشت ارچي او چهاردره ولسوالیو کې د روزنیزو مرکزونو په جوړولو پیل کړی دی.
په دغو مرکزونو کې کم عمره ماشومان او تنکي ځوانان د پسرلنۍ جګړۍ له پاره روزي.
د ولایت د سرپرست څه وخت مخکې ویلي و، چې که د دغو سیمو د پاکولو له پاره لوی عملیات پلان نه شي، مخکې له دې چې طالبان دغه ولایت ونیسي، دی به له دندې استعفا ورکړي.
نوموړي نن بیا ټینګار وکړ، چې په خپلې خبرې ولاړ دی.
د راپورنو پر بنسټ د وسله والو طالبانو له خوا هدفي وژنې او د ولسي خلکو د موټورو پلټل په معمولي کار بدل شوي دي.
په طالبانو پورې تړلې ډلې اونۍ مخکې د ښار په څنډه کې د اوبو او انرژۍ ریاست د کارکوونکو په موټر برید وکړ او د انجینیران یې یرغمل نیولي وو.
په کندوز ولایت کې مخابراتي شبکې د شپې له خوا کار نه کوي.
وسله والو طالبانو شاوخوا ۴ میاشتې مخکې د یو غلچکي برید په ترڅ کې د ۳ ورځو له پاره د کندوز ښار په خپل ولکه کې راوست. له دې پېښې ورته ولسمشرۍ ماڼۍ د کندوز د سقوط د څېړلو له پاره یو پلاوی وټاکه، دغه پلاوي د څېړنو پایله د لړم میاشتې په پای کې اعلان کړه.