په کندوز کې د څو امنیتي چارواکو دندې ځنډول شوي

د کندوز امنیتي مقامات وايي، چې په دغه ولایت کې د امنيې قوماندان په امر د څو امنیتي مقاماتو دندې تعلیق شوې دي.

د راپورونو پر بنسټ، په دغو چارواکو کې د کندوز درېيمې امنیتې حوزې امر، مرستیال، د بلوک قوماندان، د جنايي او تروریزم مدیرانو دندې ځکه ځنډول شوي، چې دوی په خپلو وظایفو کې غفلت کړی و.

د کندوز د امنيې قوماندان له‌خوا دغه اشخاص نظامي څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د کندوز د والي ویاند نعمت‌الله تیمور سلام‌وطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې د کندوز ولایت د امنیت ریاست هم د ولایت په کچه ځينې لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه کړې دي.

راپورونه وايي، چې د یاد ولایت په مرکز کې د ښاري مدیر او د دغه ریاست درې امران يې له دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي اشخاص ګومارلي دي.

د دغو اشخاصو د منفک کېدو دلیل په کندوز ښار کې د ناامنیو او په ښار کې د قتلونو او ترورونو زیاتېدا ویل شوی دی.

د تیمور پر خبره، له هغه وروسته چې په کندوز ولایت کې قتلونه، اختطافونه او ترورونه زیات شول، نو د د دغه ولایت والي ټولو اړوندو ارګانونو ته خبرداری ورکړی و، چې د غفلت په صورت کې به يې له دندو لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن هم په کندوز ولایت کې ناپېژاندو وسله‌والو ۲ پولیس په ډزو ووژل او یو يې ټپي کړ.

څو ورځې وړاندې د کندوز د ولایتي شورا غړو حکومت ته خبرداری ورکړی و، چې په امنیتي مقاماتو کې بدلون او اصلاحات را نه وړي، نو دوی به لويې لارې د اعتراض په ډول بندې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام