د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ورېښمو صنعت د له منځه تلو لامل د ناامنيو له کبله د خلکو کډه کېدل دي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست د ورېښمو برخې مسول عبدالستار سروري سلام وطندار ته وویل، چې د یاد صنعت د زیاتېدو له پاره دوی په پلان کې وو، چې سږ کال پر یو شمېر ښځو د ورېښمو چینجیو تخمونه وویشي.
سروري زیاته کړه، چې د بېلا بېلو لاملونو له امله دغه کورنۍ دې ته چمتو شوي نه دي، چې د ورېښمو صنعت په برخه کې دغه کار پر مخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې ریاست مسولین وايي، د ورېښمو صنعت چارې اسانې او حاصلات یې ښه دي.
د کندوز ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست د ورېښمو برخې مسول سروري سلام وطندار ته وویل، د ورېښمو یو جبعه چې ۱۲ کیلوګرامه وزن ولري، ۳۰۰۰ کیلو ګرامه ورېښم ترې لاسته راځي.
نوموړي وویل، چې اوس مهال په مارکیټ کې د ورېښمو یوه کیلو څه باندې ۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.
سروري وايي، چې ۴۰ ورځو کې د ورېښمو چینجي محصول ورکوي او له یوې جعبې څخه یې ۱۰ زره افغانۍ عاید تر لاسه کیږي.
د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دغه ولایت د ورېښمو صنعت کاران وايي، چې له دې مخکې د دغه صنعت له لارې د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو تر څنګ دغه صنعت هم ژوندی ساتلی و.
خو په کندوز ولایت کې وروستۍ ناامنۍ او د کورنو بې ځایه کېدل په دې صنعت ناوړه اغیزه کړې ده.
له بل لوري د کندوز ولایت د سودا ګرۍ خونې مرستیال حاجي عبدالرسول امیر سلام وطندار ته وویل، چې د ورېښمو صنعت کاران او سوداګر ته د حکومت له خوا اسانتیاوې نه دې برابرې شوي.
امیري زیاته کړه، چې په خوا په دې ولایت کې د ورېښمو حاصلاتو له امله خلکو ډېر عواید تر لاسه کول.
نوموړي په دې برخه کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې باید د ورېښمو صنعت ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
په کندوز ولایت کې د ورېښمو صنعت د پراختیا په برخه کې یو شمېر بهرنیو موسسو ځینې کارونه کړي و.
خو ولسي وګړي او د ورېښمو صنعت کاران د دوی له کړونو خوخښ نه وو او وايي، چې دوی کارونه په دې برخه کې اغیزمن نه و.
کندوز له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې خلک د ورېښمو له صنعت کارو بار پر مخ وړي.
دغه ولایت له کرنیزو ولایتونو نه دی او په دې ولایت کې د توت ونې ډېر موجودې دي، نو له همدې امل د ورېښمو چینجي په دې ولایت کې تر نورو ولایتونو ډېره ساتل کیږي.