په کندوز کې انساني ناورین او د بشر حقونو کمېسیون چوپتیا

د چارو شنونکي د بشري حقونو پر خپلواک کمېسیون نیوکه کوي، چې په جګړه کې د زیات شمېر کندوزیانو مرګ ژوبلې په اړه د دغه کمېسیون اعلامیه بسنه نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکي معین مرستیال سلام وطندار سره په خبرو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر دغه چلند نیوکه وکړه، چې په کندوز کې د دومره زیات شمېر ولسي خلکو په مرګ ژوبلې چوپه خوله دی.

مرستیال وویل، له دې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نورو مسایلو په اړه خپل غږ پورته کړی او بېلابېل اقدامت يي کړي دي.

دی وايي، د بشري حقونو کمېسیون دغه چلند ښکاره کوي، چې دوی د هغو کسانو غږ پورته کوي، چې له هر پلوه ورته نږدېوالی ولري، ولې د کندوز ماشومان، مېرمنې او نارینه یې هېر کړي دي.

همدا ډول د چارو بل شنونکی محب الله شریف بیا وايي، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر نړیوالو معیارونو افغانستان کې ناپېیلی فعالیت کوي، خو په دې وروستیو کلنو کې د بشري حقونو په مسایلو کې دوه ګونی چلند کوي.

محب الله شریف وايي، که په پټه د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د اشخاصو ګوښه کول، ګومارل او د ځينو پروګرامونو پلي کول دوام ولري؛ بشري ناورین به لا پسې وغځېږي.

نوموړي زیاته کړه، تر دې دمه د خلکو ریښتنو غوښتنو له پاره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې سیما سمر او نورو مسوولینو کوم کار نه دی کړی.

محب الله له حکومت غواړي، چې د نړیوالو معیانورونو له مخې د افغانستان د ولس د کلتور او د ین مطابق په دغه اداره کې بدلون راولي ترڅو د بشر حقونو په برخه کې خدمت وشي.

هاخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار سلام وطندار سره په خبرو کې د کندوز پر وضعیت اندېښنه وښوده او زیاته يي کړه، چې کندوز کې خلکو ته ځواب ویونکی روغتيايي ټیم نشته، د موټرو لوړې کرايې، د خوراکي او سوند توکو لوړو بیو زیات شمېر خلک له ستونزو سره مخ کړي او ګڼو نور يي بیا له خپلو کورونو بې ځایه کړي.

رفیع الله بېدار وویل، د کندوز جګړه ییز وضعیت په اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څه موده وړاندې یوه اعلامیه خپره کړه.

په همدې اړه د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کندوز د سقوط د په درېیمه ورځ یانې د میزان په ۱۴ مه نېټه په خپرې شوې اعلامیه کې د کندوز د جګړې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اعلامیه کې له ښکېلو لور غوښتل شوي وو، چې د جګړې پرمهال د ولسي وګړو د سر او مال خونديتوب ته پام وکړي.

خبرپاڼه کې په دې ټینګار شوی و، چې د جګړې او نړیوالو معیارونو له مخې هېڅوک حق نه لري ولسي وګړي په نښه او د هغوی سر او مال ته زیان واوړي او دولت مکلف دی، چې په جګړه کې بند پاتې کسان وژغوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام