په شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په بغلان او کندوز ولایتونو کې له ماشومانو نه په جګړهییزه برخه کې استفاده زیاته شوې ده.
یاد زون کې د بشری حقونو د خپلواک کمېسیون رییس حیات الله امیري سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال مخالفان په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول په کندوز او بغلان کې له ماشومانو نه په جنګي برخه کې ګټه اخلي او هڅه کوي، چې ماشومان خپلو لیکو ته جذب کړي.
د امیري په خبره، وسله وال کوښښ کوي، چې ماشومان په زور او یا فریب سره د جنګ میدان ته یوسي. د ده په خبره، افغان امنیتي ځواکونه هم د ټولو نړیوالو موازینو په نظر کې نیولو سره بیا هم کوچینانو ته پوځي زده کړه ورکوي او جګړو ته یې لېږي.
په دې اړه مو د بغلان ولایت د امنیتي چارواکیو د نظر اخیستلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نه شو.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل سره له دې چې د بشر حقونو د کمېسیون خبره نه ردوي؛ وايي، چې دوی په شرایطو برابر اشخاص د ملي ځواکونو لیکو ته جذبوي.
په شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولان وايي، چې د دولت وسله وال مخالفان د ماشومانو د مغزمینځنې نه وروسته د هغوی له احساساتو ګټه اخلي او د افغان امنیتي ځواکونو سره یې د جګړو لیکو کې داخلوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اوسمهال د وسله والو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو د شمېرو په ډاګه کول له وخته مخکې بولي، وايي، چې په شمال ختیځ زون کې به د ماشومو وسله والو ارقام په یوه خبره غونډه کې د کمېسیون د غړیو او د حکومتي چارواکیو په موجودیت کې اعلان کړي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان او نورو ۱۳ هېوادونو کې له ۲۵۰ زرو ماشومانو نه ډېر کوچنیان د سرتېرو او ملېشو په توګه جنګېږي.