په کندهار کې ۲۰ زره ماشومان شاقه کارونه کوي

د کندهار ښار شهیدانو څلورلارې ته نږدې په یوې کثافت دانۍ کې تر ۵ زیات ماشومان راټول دي او هر یو په تلوار لاسونه په خځلو کې وهي؛ چې فلزي یا پلاستیکي شیان پیدا او راټول کړي.

دغه کمکیان ۷، ۸، ۱۰ او شاوخوا ۱۲ کلونه عمر لري.

ادریس او اغاګل نومي هره ورځ د خځلو له امبارونو پلاستیکي څیزونه، کاغذونه او د اوسپنې ټوټې راټولوي.

ادریس وايي:" هر سهار له کوره راوځم او ترمازدیګره ښار کې په کثافت دانیو ګرځم کاغذونه، پلاستیکي څېزونه او د اوسپنو ټوټې راټولوم؛ د ورځې ۱۰۰ کله هم ۷۰ افغانۍ وګټم او بیا يې کور ته وړم. کله،کله کثافت دانیو کې خوراکي شیان هم پیدا کوم او نس پرې مړوم؛ موږ غریبان یو."

اغاګل بیا وايي: "راته سخته ده، پلار مې مړی شوی دی؛ مور مې راته وايي، زیه! خواري کوه. هره ورځ خپل کار پیسې راوځم، خو ځینې هلکان مې په غربت ملنډې وهي، خو زه چاته نه ګورم او د خځلو او کثافاتو په امبارونو کې پلاستیکي شیان او کاغذونه ټولم."

اغاګل وايي، په پیداکړیو پیسو د کور له‌پاره اوړه د اړتیا وړ نور شیان اخلو.

په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسون سیمه ییز دفتر د ماشومانو څانګې مسوول شمس الدین تنویر وايي، دا یوازې دغه دوه یا څلور او پنځه ماشومان نه دي؛ چې د کورنیو له‌پاره د یوې ډوډۍ پیداکولو په خاطر د ښار په کثافت دانیو ګرځي.

تنویر زیاتوي، په کندهار ښار او سپین بولدک کې تر ۲۰ زره زیات ماشومان د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل په موخه درانه کارونه کوي.

د ده په وینا یو شمېر دغه ماشومان له نورو ولایتونو لکه د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو، زابل، روزګان او خپله د کندهار د ناامنو ولسوالیو دي.

تنویر وویل، په دې اړه دوی څو ځله اندېښنه ښودلې خو تراوسه یې کومه ګټه نه ده کړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام