په کندهار کې د چاودنې له امله ۲۳ وګړو ته مرګ ژوبله

د کندهار ولایت اتمې حوزې میرویس مېنې ته نېږدې نن سهار د (اپریل په ۲۱مه) شاوخوا ۸ بجې د یوې چاودنې له امله ۲ تنه ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپيال شول.

د کندهار د سر پرست والي ویاند صمیم خپلواک د پېښې پخلی کوي او وايي، چې

د پېښې د ډول او څرنګوالي په اړه کره معلومات نه لري.

د کندهار د میرویس ملکي روغتون رییس داود فرهاد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تر دې دمه روغتون ته د پېښې له ځایه د دوو وژل شویو ملکي وګړیو جسدونه او ۲۱ تنه ټپیان چې ۸ یې پولیس دي؛ ور وړل شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د جلال اباد اباد ښار د نوي کابل بانک مخې ته د یو ځانمرګي برید او چاودنو له امله شاوخوا ۳۷ تنه وژل شوي وو او ۱۲۵ تنه ټپيان شوي وو، چې مسولیت یې داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام