د افغانستان کرېکټ بورډ رییس عزیزالله فضلي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د کرېکټ بورډ چارو د لا ښه سمبالېدو او پرمختګ په موخه یې په کرېکټ بورډ کې ځینې بدلونونه راوستي دي.
هغه وویل، د بورډ څلور مخکیني غړي حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي، سید سعادت منصور نادري او احمدشاه سنګدل د بورډ له غړیتوبه ایستل شوي او پر ځای یې د مشرانو جرګې د غړې ګلالۍ نور ساپۍ، د ځمکو او ښار جوړونې وزیر احمدجواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاالحق امرخېل او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل په اړه یې ولسمشر ته وړاندیز کړی و چې ولسمشر هم یاد کسان د کرېکټ بورډ د غړیو په توګه ټاکلي دي.
د فضلي په وینا، له دغو بدلونونو سره به دوی وکولای شي چې د پالیسۍ او بودیجې ستونزو په څېر نابشپړ شوي کارونه بشپړ کړي.
فضلي زیاته کړه چې د کرېکټ ملي لوبډلې په غوراوي کمیټه کې هم بدلونونه راغلي چې له مخې یې، د دولت احمدزي او پاچاحسین پر ځای یې د نولس کلنو لوبډلې اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز او مجاهد ځدران د غوراوي کمېټې د مسوولانو په توګه ګومارلي دي.
عزیزالله فضلي وویل، د کرېکټ له نړیوال جام وروسته به په کرېکټ بورډ او ملي لوبډله کې هم ځينې نور بدلونونه راشي.
هغه زیاتوي، د کرېکټ بورډ اجرایوي رییس لپاره هم یوه کمېټه ټاکل شوې چې د نوي کس د ټاکل کېدو په اړه وړاندیز وکړي.
د کرېکټ بورډ رییس همدارنګه نظیمجار عبدالرحیمزی چې مخکې د بورډ د لوبو د پراختیا برخې مسوول و، د کرېکټ بورډ د میډیا کمېټې مشر په توګه اعلان کړ.
په همدې حال کې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخواني رییس دولت احمدزي وویل، باید په کرېکټ لوبډله کې هم نویو ځوانانو ته ځای ورکړل شي چې په نړیوالو سیالیو کې لا ډېرې بریاوې ترلاسه کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ کې دا نوي بدلونونه داسې مهال راځي چې افغان کرېکټ لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې تر اوسه خپلې درې واړه لوبې بایللي چې له کبله یې د کرېکټ بورډ چارواکي هم له ځینو نیوکو سره مخ شوي دي.