د کرکټ لوبې لهپاره قانون جوړوونکې ادارې «ایم سي سي» په کرکټ لوبه کې هم لوبڅار ته د فوټبال لوبې په څېر د «سور کارت» کارولو اختیار ورکړ، چې له مخې به یې قهرېدلي لوبغاړي له دې وروسته له سخت قانوني حالت سره مخ وي، چې یا به په خپل احساسات کنټرولوي او یا به هم به د منډو ورکولو جریمه مني او له میدانه وتلو ته به تیاری نیسي.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د راپور له مخې، د «ایم سي سي» لهخوا په وړاندیز شويو قوانینو کې چې تېرکال د ممبۍ په غونډه کې وړاندیز شوي وو؛ ۴ مادې شاملې دي، چې له مخې به یې وروسته له دې په کرکټ کې ډېر نظم ولیدل شي.
د دې قانون لومړۍ ماده: بالر یا لوبغاړی باید مخالف لوبغاړي یا لوبڅار ته غیرضروري او زیات «اپیلونه» ونهکړي او ترڅنګ یې باید د لوبڅار له خبرداري سره ـ سره د هغه د پرېکړې پر وړاندی د ناراضایتۍ حرکت ونهکړي، که چېرې احیاناً داسې وشي؛ نو مخالفی لوبډلی ته به ۵ اضافه منډې ورکول کېږي.
دویمه ماده: توپاچوونکی، توپوهونکی یا توپنیونکی د دې حق نهلري، چې په مخالف لوبغاړي د پنډوسکې ګوزار وکړي او یا ورسره قصداً ځان وجنګوي، چې په دې صورت کې به هم لوبڅار مخالفې لوبډلې ته ۵ منډې د جریمې په توګه ورکوي.
درېیمه ماده: هېڅ لوبغاړی د لوبڅار، مخالف لوبغاړي، د کرکټ لوبې د کوم چارواکي او یا هم نندارچي د تهدیولو یا وېرولو حق نهلري او که کوم لوبغاړی دا کار وکړي؛ نو لوبڅار حق لري، چې مخالفې لوبډلې ته نه یوازې ۵ اضافه منډې ورکوي، بلکې ترڅنګ یې د یو شمېر اورونو لهپاره دغه لوبغاړی د لوبې نوعیت «فارمیټ» ته په کتو له میدانه هم اوباسي.
څلورمه ماده: د لوبې پر مهال د لوبڅار تهدیدول یا د خشونت کوم کار کول، بل هغه جرم دی، چې لوبڅار پرې مخالفې لوبډلې ته ۵ منډې ورکوي او د لوبې تر پایه لوبغاړي د لوبې له میدانه هم ویستلی شي.
یوازې توپاچوونکی او توپنیونکی نه، که هر لوبغاړی په دې سرغړونو کې ښکېل وي؛ نو له لوبې به ویستل کېږي او لوبغاړی به له لوبې کېنول شوی یا (ریټایرډ اوټ) به شمېرل کېږي.
د نوي قانون له مخې، د کرکټ په لوبو کې به له دې وروسته یو اندازه بیټ کارول کېږي او هم هغه بیټسمین به ناسوځېدلی وي، چی یو ځل کریس ته رسېدلی وي او وروسته ترې بیټ اوچت شوی وي.
همدارنګه د نوي قانون له مخې په کرکټ کې توپاچوونکي ته هم اجازه ورکړل شوه، چې کله یې هم زړه وغواړي؛ د بال له کولو مخکې که توپوهونکی له کریس څخه بهر وي، هغه «رن اوټ» کړي.
د لوبڅارانو لهپاره د نویو صلاحیتونو د ورکولو موخه دا ښودل شوې، چې لوبڅاران په خپلو پرېکړو حاکم اوسي او سرغړوونکي لوبه خرابه نهکړي.
د «ایم سي سي» د خبرپاڼې له مخې، نوې وړاندیز شوې او منل شوې مادې به د روان ۲۰۱۷ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د عملي کېدو وړ وي.