په کاناډا کې د اور لګېدنې له امله ۸۰ زره کورنیو خپل کورونه پرې ايښي

 

د راپورونو پر بنسټ کله، چې د کاناډا په "فورټ مک کوري" ښار کې اور ولګېد؛ د سختو او ګرمو بادونو له امله د دغه اور لمن دومره پراخ شوه، چې د یاد ښار ټول ۸۰ زره اوسېدونکي يې د کورونو پرېښودلو ته اړ کړل.

په نړيوالو رسنیو کې راغلي، چې یوازې تېره شپه ۴۴ زره تنو خپل کورونه پرې ايښي دي.

داسې هم ویل شوي، چې د خلکو د وتلو پر وخت د فورټ مک کوري ښار د سختو ترافيکي ستونزو او د لارو بندښت سره مخ شو.

د کاناډا البرتا ایالت په دې اړه د خپل هېواد له پوځه د نظامي مرستو غوښتنه کړې.

دغه اور لومړی د کاناډا د نفتو له سیمو څخه، چې د فورت مک کوري ښار په نوم مشهور دی، تېره یکشنبه پیل شو او د سختو بادونو له امله د ښار نورو برخو ته يې لمن وغځېدله.

د دې ښار د اطفايې رییس "داربي الن" وايي، چې د فورټ مک کوري په ختیځه سیمه کې د اور د لمبو له امله یوه سیمه په پوره ډول سوځېدلې او د دې ښار نورو برخو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

دی وايي، چې د اور چټکو لمبو د ښار سویل ختیځه لار بنده کړې او د ښار اوسېدونکي د شمال لوري ته تللي دي.

د کاناډا هېواد چارواکي وايي، چې له دغه ښاره په دومره لویې کچې سره د خلکو لېږدول؛ د دې ایالت په تاریخ کې بې ساری ګڼل شوی دی.

د دغې اورلګېدنې له امله د وژل شویو، ټپيانو او مالي زیانونو په اړه تر اوسه کره جزیات په واک کې نه شته.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام