په کابل کې یو ځانمرګي برید ۱۴ تنه ووژل او ۹ یې ټپيان کړل

یو ځانمرګي بریدګر نن سهار ۵ بجې د کابل د نهمې حوزې اړوند په بنایي سیمه کې د نیپاليانو یو موټر په نښه کړ.

د کورینو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې ده، چې بریدګر په دې حمله کې ۱۴ تنه نیپالیان وژل شوي او د ۵ نیپالیانو تر څنګ ۴ افغانان هم ټپيان شوي دي.

دا برید په داسې مهال وشو، چې نيپالیان له خپل خپل استوګن ځای نه د کانډا سفارت ته د وزیر اکبر خان پر دیارلسم سړک روان وو.

د ځايي اوسېدونکیو پر وینا، د کورنیو چارو وزارت له ورکړیو امارو نه د پېښې تلفات زیات دي. دغه برید شاوخوا سیمو ته زیات مالي زیانونه هم اړولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام