په څلورو ولایتونو کې هم‌مهاله بریدونه؛ څه باندې ۴۰ سرتېري وژل شوي

بادغیس، هرات، کندز، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په پوستو د طالبانو ډله‌ییزو بریدونو کې له ۴۰ زیات امنیتي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

د بادغیس والي ویاند جمشید شهابي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه د ابکمري ولسوالۍ په مرکز او مقُر ولسوالۍ کې په یوې امنیتي پوستې برید کړی چې د افغان ځواکونو او سله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ابکمري ولسوال عجبګل کاکړ په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.

د بادغیس والي ویاند په وینا، نښتو کې همداراز ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ ټپيان دي.

له‌دې سره هم‌مهاله طالبانو د بغلان پُلخمري ښار اړوند سیمو کې د محلي پولیسو په پوستو بریدونو کې ۹ امنیتي ځواکونه وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي‌دي.

د پُلخمري ولایتي روغتون سرطبیب محمد انور وردک وايي،  ۹ مړي ولایتي روغتون ته ور وړل شوي‌دي.

د تخار خواجه‌غار ولسوال ملاعمر هم وايي، طالبانو تېره شپه دې ولسوالۍ کې ولسوالۍ د محلي پولیسو په پوستو بریدونه کړي چې پایله کې یې ۶ محلي پولیس وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه ۱۱ بجې قلعه‌زال ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي‌دي.

د هغه په وینا، دغه بریدونه ـ چې تر سهاره روان وو ـ د محلي پولیسو قوماندان، د ضربتي بلوک قوماندان، د پولیسو ټولي قومندان، ۸ امنیتي ځواکونه په‌کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د دې ترڅنګ طالبانو د جوزجان ولایت فیض‌اباد ولسوالۍ کې د پولیسو په پوستو او د هرات پښتون‌زرغون ولسوالۍ کې د عامه محافظت په پوستې برید کړی‌دی.

د ځايي چارواکیو په وینا، دغو بریدونو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي.

طالبان هم دغه بریدونه تایید کړي‌دي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام