د پکتیکا ولایت مدني فعالان او اوسېدونکي وايي، سره لهدې چې د هېواد په هر ولایت کې د خصوصي ښوونځیو شمېر زیات دی؛ خو دې ولایت یو خصوصي ښوونځی هم نهشته.
د دوی په وینا، د ځايي اوسېدونکیو کمزوری اقتصاد، د عامهپوهاوي نهشتوالی، د پوهنې په برخه کې نه پانګونه او د پوهنې مسوولانو نه پام پهدې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو نهشتوالي ستر لاملونه دي.
د پکتیکا ولایت مدنې فعال اسماعیل نصرت سلام وطندار سره په خبرو کې له پانګوالو وغوښتل چې د خصوصي ښوونځیو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. دی د دولت تر څنګ پر پانګوالو هم پړه اچوي چې دې برخې ته پام نهکوي.
دغه راز، پهدې ولایت کې د یو د انسټیټیوټ استاد عینذالدین سعید له هر څه مخکې مخکې د خصوصي لېسو اړتیا جدي بولي.
د نوموړي په وینا، پکتیکا ولایت کې زیاتره زدهکوونکي د دولتي ښوونځیو په پرتله خصوصي ښوونځیو ته ځکه ډېر لېواله دي چې د هغو ښوونیز معیارونه او شرایط یې خوښېږي.
د پکتیکا د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمدنسیم واجد هم پهدې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو نهشتوالی ستونزه مني او وايي، پوهنې وزارت به له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د خصوصي ښوونځیو جوړولو اراده لري.
نوموړي د خصوصي لېسو او په ټوله کې د زدهکړو ارزښت په اړه د یوه کمپاین پیل خبر هم ورکړ.
د ده په خبره، تراوسه له دوی سره دوه ښوونځي رسمي شوي چې لېسې ته یې د ارتقا مراحل تر کار لاندې دي
د پکتیکا ولایت مدني فعالان او اوسېدونکي پهداسې حال کې د خصوصي ښوونځیو له نهشتوالي شکایت کوي چې د پوهنې برخې نورو ستونزو او ننګونو ترڅنګ د دې ولایت تر نیمايي زیات ښوونځي خپلې ودانۍ نهلري.