په پروان کې د ۲۰۰ بستریز روغتون نابشپړې چارې

د دې روغتون چارې په ۱۳۹۴ کال کې پیل شوې

د پروان د ۲ سوه بستریز ملکي روغتون جوړولو چارې د ۲۷۶ میلیون افغانیو په لګښت په ۱۳۹۴ کال کې پیل شوې؛ خو تراوسه ګټې اخېستلو ته نه‌دی سپارل شوی.

د پروان ولایتي شورا د دې روغتیايي بنسټ موجودیت د پروان اوسېدونکیو له جدي اړتیاوو څخه بولي؛ خو وايي، د دې روغتون د جوړولو له بهیره د ولایتي شورا نظارت ښيي چې دغه پروژه په ټکنۍ بڼه مخ ته وړل کېږي.

د پروان ولایتي شورا مشر غلام‌بهاوالدین جیلاني له عامې روغتیا وزارته غواړي، د دغه ولایت د ۲ سوه بستریز ملکي روغتون جوړولو برخلیک معلوم کړي. د ده په خبره، په وعدو پسې وعدې ورکول کېږي؛ خو چارې یې نه بشپړېږي.

د پروان عامې روغتیا ریاست د دغه روغتون جوړولو وخت څلور کاله بولي.

د پروان د عامې روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق وايي، په پیمان‌کار شرکت د خلکو فشارونه د دې لامل شوي چې له ژمنې سره سم د دغه ولایت دوه سوه بستریز ملکي روغتون د راتلونکي کال پسرلي کې ګټې اخېستلو ته وسپاري.

خو د پیمان‌کار شرکت مسوولان بیا د پروان عامې روغتیا ریاست مسوولانو خلاف وايي، د هغه تړون له‌مخې ـ چې د عامې روغتیا وزارت سره یې لاسلیک کړی ـ دغه روغتون د ۲۷۶ میلیون افغانیو په لګښت په ۵ کلونو کې رغول کېږي.

د پیمان‌کار شرکت مسوول نوید نوري بګرام‌وال وايي، د پروان روغتون چارې ځکه په ټکنۍ بڼه مخ ته وړل کېږي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري بودیجه نه‌ده ورکړل شوې او د دغه وزارت هر کال کمې پیسې دغه شرکت ته ورکول کېږي چې د روغتون په جوړلو یې ولګوي.

د هغه په وینا، د دغه روغتون چارې به د ۱۳۹۸ کال د دلوې میاشتې تر نیمايي پورې یانې راتلونکیو څوارلسو میاشتو کې پای ته روسېږي.

ټاکل شوې د پروان ۲ سوه بستریز ملکي روغتون د اروپا په ستنډرډ د چاریکارو ښار شمالي برخو کې څه باندې ۲۰ جریبه ځمکې کې ورغول شي.

د خلکو لپه‌اره پوښتنه دا ده چې ولې سره له‌دې چې هر کال د کابینې څو وزیران د ولسي جرګې له لوري ځکه استیضاح کېږي چې خپله پرمختیايي بودیجه نه مصرفوي؛ خو د دغسې لویو ټولګټو پروژو چارې د بودیجې نه‌شتوالي په دلیل ځنډول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام