په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ کړکیچ زور اخیستی

په پاکستان کې د عمران خان پلویانو له شاوخوا یو کلن چوپتیا وروسته یو ځل بیا د لاریونونو د ترسره کولو پلان کړی دی.

راپورونه وايي، چې د یاد هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی، چې د روانې میاشتې نومبر له ۲مې نیټې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې به د د دغه هېواد لومړي وزیر نواز شریف د حکومت په خلاف لاریونونه پېل کړي.

په داسې حال کې، چې عمران خان په خپل کور کې د پولیسو له خوا نظر بند دی، ډلې ډلې پلویان یې هڅه کوي چې په ملاتړ یې په اسلام اباد کې راټول شي، خو حکومت اجازه نه ورکوي.

په پاکستاني رسنيو کې د هغه هیواد د لومړي وزیر د استعفا او یا د پوځي کودتا اوازې هم راپورته شوي دي.

د پاکستان مشرژورنالیست او لیکوال رحيم الله یوسفزي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې هلته له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې وضعیت ترېنګلی شوی او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک هم د زرګونو پلویانو په ملتیا د اسلام اباد په لور خوځېدلی.

یوسفزی وايي، پاکستاني پولیسو د هغه خلکو په وړاندې لارې بندې کړي، چې غواړي له عمران خان سره یو ځای شي.

د یوسفزي د معلوماتو پر اساس د خیبر پښتونخوا اعلی وزير ګواښ کړی که پولیس یې په کانتینرونو او نورو موانعو مخه ونیسي دوی به په زور اسلام اباد ته ننوځي.

د هغه پر خبره په داسې حال کې چې د عمران خان سلګونه پلویان د پولیسو له خوا نیول شوي د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د استعفا او د پوځي کودتا په اړه راپورونه هم ورکول کيږي.

نوموړي زیاته کړه: "حکومت غواړې په زور دا مظاهره ناکامه کړې حالات خرابېږي سیاست به خرابېږي او دا یوه ناکامې ده د مشرانو او په پاکستان کې د داسې کړنو اخیري انجام دا وي کله چې خبرې نا کامه شي، نوبیا پوځ هرڅه په ولکه کې نیسي."

بل خوا تازه راپورونه په ډاګه کوي چې د بلوچستان په کویټه کې هم د پاکستاني پولیسو له خوا د انصاف ګوند سلګونه غړي او د عمران خان پلویان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په کوېټه کې د سلام وطندار خبریال عبدالرزاق برق وايي، چې پاکستاني پولیس د عمران خان پلویانو ته اجازه نه ورکوي، چې د هغه په ملاتړ اسلام اباد ته ولاړ شي.

په همدې حال کې د حکومت په خلاف د نیوکو پر سر د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر پرویز رشید د مستعفي کولو خبرونه هم خپاره شوي.

رشيد په پاکستاني حکومت نیوکه کړې وه، چې پاکستان د ترهګرۍ په خلاف ریښتیني مبارزه نه کوي.

په همدې حال کې د انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان له سترې محکمې غوښتي، چې دده پلویان له بنده ازاد کړي.

د پاکستان د سترې محکمې یو قاضي ویلي، چې حکومت دې د اسلام اباد ته د لاریون کوونکو مخه نه ډب کوي، خو لاریون دې په یو ټاکل شوي ځای کې ترسره شي.

سرچینې وايي، عمران خان د پاکستاني سترې محکمې د یو قاضي دا وړاندیز رد کړ او زیاته یې کړه چې اوس وخت تېرشوی.

په همدې حال کې د انصاف ګوند تر څنګ د پیپل پارټۍ د ګوند مشر او د بېنظیر بوټو زوی  بلاول بوټو هم د نواز شریف پر حکومت نیوکې کړې دي. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د منهاج القران ډلې مشر طاهر القادري هم پاکستان ته را روان دی او غواړي چې د نواز شریف د حکومت په خلاف په لاريونونو کې یې د ګوند سره ګډونوال شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام