روان کال په شپږو میاشتو کې د پانګونې په کچه او د جوازونو د تر لاسه کولو په برخه کې د تېر کال پر پرتله، په ورته ۶ میاشتو کې ۳۰ سلنه کموالی لیدل کېږي.
د پانګونې ملاتړې ادارې مشر قربان حقجو پرون د (جولای په ۲۹مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د پانګونې د کچې د کموالي ډېره برخه د کانونو، صنایعو او ساختماني کارونو په برخه کې ده.
نوموړي وویل، چې زیات شمېر پانګوال د ساختماني، لېږد رالېږد، صنایع او کرنې په برخه کې له رکود سره مخ دي.
حقجو زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدلو او د ناامنیو په زیاتېدلو سره له هېواده زیاته پانګه بهر ته وړل شوې ده او حکومت هم د پانګوالو پر وړاندې د شته ننګونو په له منځه وړولو کې لازمې هڅې نه دي کړي.
له دې وړاندې هم د کارخانو څښتنانو او صنعتکارانو دوی ته د حکومت له نه پاملرنې شکایتونه کړي وو.
د ایسا ادارې رییس وايي، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې کارخانو ته نه پاملرنه د دې لامل شوې ده، چې له ردکو سره مخ او د تولیداتو په شمېر کې کموالی راشي.
د حقجو په خبره، په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې؛ چې د بې کارۍ کچه زیاته شي.
د کارخانو سقوط او د اقتصادي پروګرامونه په اړه ناسم پوهاوی
په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو سراسري اتحاديي مرستیال وايي، چې له اقتصادي پروګرامونو ناسم برداشت او د حکومتي چارواکو د مرستې نشتوالی؛ د دې لامل شوی دی، چې په پړاویز ډول سره کارخانې سقوط وکړي.
د دې اتحاديې مشر عبدالرحیم فیضان وویل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې په کمه بیه د سوداګریزو توکو پلورل، زموږ د وروسته پاتې کېدلو لامل شوي دي.
فیضان زیاته کړه، چې د صنعتي انستیتونو نشتوالی، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او د اړینو صنعتي ځمکو نشتون، د صنعتکارانو له ننګونو څخه شمېرل کېږي.
دې ټولو ستونزو ته په کتو سره د پانګونې ملاتړ اداره وايي، چې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې به د پانګوالو لپاره د ملي پانګونې ستراتیژي جوړه کړي.
د روان زېږدیز کال په لومړیو کې پانګوالو د حکومت د نه پاملرنې نه شکایت کولو او خبرداری یې ورکړی و، که حکومت د دوی پر وړاندې بې پروا پاتې شي؛ نو خپله پانګه به له هېواد نه بهر په کار واچوي.