څو اوونۍ وړاندې د کابينې د غړو پېژندو پر مهال د ولسي جرګې غړو په اکثريت رایو تصویب کړه، چې باید د ولايتي شوراګانو د غړو څخه پر حکومت د نظارت حق واخیستل شي.
دوی يې عمده لامل د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د وظيفوي صلاحيتونو ترمنځ ټکر وباله.
آن ځينو به ویل، چې دا ټکر کولای شي اداري فساد ته هم زمينه برابره کړي، خو په هلمند کې د ولايتي شورا او مدني ټولنو ځينې غړي بیا برعکس وايي، د ولايتي شوراګانو د غړيو څخه د نظارت حق اخیستل فساد او غصب ته زمينه برابره کړې، چې پایله يې هم په تېرو څو ورځو کې په هلمند ولایت کې په سلګونه جريبه دولتي ځمکو غصبېدل دي.
د هلمند ولايتي شورا او مدني ټولنو یو شمېر غړو د يوې خبري ناستې په مهال ويلي؛ چې په دې ولايت کې د ولايتي شورا څخه د نظارت حق اخیستلو څخه وروسته په سلګونه دولتي ځمکې د زورواکو او دولتي چارواکو له لوري غصب شوې دي.
د ولايتي شورا مشر محمد کریم اتل وايي؛ یو شمېر دولتي اشخاصو او کړيو د دې ولایت سلګونه جریبه دولتي ځمکې غصب کړې او په دغه غصب کې د هلمند ولایت اداره عملاً لاس لري.
اتل زياتوي؛ هغه دولتي ځمکې، چې باید پر دولتي مامورينو ویشل شوې وای د ځينو دولتي لوړ پوړو چارواکو له لوري غصب شوي او مامورينو پکې هيڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.
نوموړی زياتوي: «دلته د اولس سره جفا شوې ده، دوی ته د کورونو له پاره ځمکې نه دي ورکول شوي، دوی حق لري، ځکه په دولت کې ۳۰ کلنه کاري تجربه لري، خو همدا دولتي چارواکي قضايي او عدلي ارګانونه ټول په دې غصب کی ښکېل دي او دوی ته نمرې رسیدلي دي، خو دې خلکو ته حق نه دي ورکول شوي او زمونږغوښتنه داده که چیرې دې خلکو ته حق ورنه کړل شي مونږ به دلته خيمې و درو، دا زمونږ حق دی او د خپل ولس تر شا ولاړ یو.»
د هلمند ټولنې مشر سردار محمد همدرد هم وايي، چې په دې ولايت کې د غصب لړۍ زياته شوې او دا د دولتي چارواکو دنده ده ترڅو مخه يي ونيسي، خو دا چې دولتي مقامات پخپله پکې ښکېل دي، مونږ ته دا لازمه ده، چې خپل غږ د دولت تر لوړ پوړو چارواکو ورسو.
همدرد په ښاروالۍ او د ولايت پر مقام تور پورې کوي، چې د هلمند ولایت د ځمکو په غصب کې لاس لري.
نوموړی زياتوي: « دا د مامورینو حق و او دوی ته باید ورکړل شوی وای، خو ښاروال او د ولایت مقام خپله په دې غصب کې لاس لري.»
د هلمند ولايت مامورين وايي، چې دوی ته د تېرو څلويښتو کلونو راهيسې ځمکې د سرپناه په موخه په واک کې نه دي ورکړل شوي.
ماموریت وايي، نمرې يې ټولې وکيلانو او قاضيانو ته ورکړل شوې دي او کله چې دوی د خپلو نمرو غوښتنه کوي، نو ورته د زورواکو له لوري د ټېلفون او نورو بېلابېلو لارو ګواښونه کيږي.
د هلمند ولايت د ښاروالۍ مرستيال احمد مسعود سيلاب سلام وطندار ته د يوې ټېلفوني اړيکې له لارې د ځمکو ویشل رد کړل.
د نوموړي په وينا؛ دلته د ولايت له لوري کميسيون ټاکل شوی و او مستحقيونو ته د هماغه کمېسيون له لوري توزيع شوي دي.
احمد مسعود سیلاب وايي، چې په یاده سیمه کې د یو شمېر خلکو شخصي ځمکې هم شته، د نوموړي په وينا که چېرې کوم څوک ادعا لري، نو کولای شي له عدلي او قضايي ارګانونو سره اړيکه ونیسي.
« مونږ خپل سرې نمرې چاته نه شو ورکولای، دلته کمېسيون جوړ شوی او هغه کميسيون خپل اجرات کړي، یو شمېر کسان شته، چې شخصي ځمکې لري، نو که په دې اړه څوک ادعا لري کولای شي عدلي او قضايي ارګانونو ته عارض شي، ترڅو حق يې ورته بيرته ورکړل شي.»
د ولايتي شوراګانو او مدني ټولنو غړو له لوري د ځمکو د غصب موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي، چې څو ورځې وړاندې د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو ویلي، دوی د ولايتي شوراګانو پر حکومت د نظارت حق اخیستلو د تعدیل په نوې طرحه کې د ولايتي شوراګانو غړو نظر هم ځای پرځای کړی دی.
د ويلو ده، چې د ولايتي شوراګانو غړو ګواښ کړی، ترڅو د دوی غوښتنې د ولسمشر له لوري و نه منل شي او ولسي جرګه يي تصويب نه کړي، نو خپل کاري او رسمي دفترونه به بند ساتي.