د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو چارواکو نن (دوشنبه) د ټاپي طرحې د ارزښت په اړه په هرات ولایت کې په دغه کنفرانس کې خبرې وکړې.
په دې کنفرانس کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال "وفا حاجي اوف" وویل، چې ټاپي په سیمه کې ستره طرحه ده او دغه طرحه د شریکباڼو هېوادونو د اړیکو د پراخولو او د ګډو سوداګریو له پاره مهمه ده.
حاجي اوف زیاته کړه، چې د ټاپي طرحې د پلي کولو له لارې به افغانستان هر کال یو میلیارد ډالر حق العبور له لارې تر لاسه کوي.
نوموړي وویل، چې ترکمنستان د دې طرحې د اجرا کولو په برخه کې مالي او امنیتي ستونزې حل کړي دي او زیاته یې کړه، چې تر اوسه پورې يې ۲۱۴ کیلومتره کار په دې برخه کې کړی دی.
حاجي اوف وايي، چې په افغانستان د امنیت موضوع د اندېښنې وړ ده او له افغان چارواکو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه وویل، چې ټاپي په سیمه کې بدیل نه لري او د ټاپي طرحه د سیمې د هېوادونو د ګټو پر بنسټ جوړه شوې ده.
نوموړي وویل، چې ټاپي نه یوازې د سویلي اسیا د ګازو اړتیا ځوابوي، بلکې د تاوترخوالي، جګړو د کموالي او د ونډه والو هېوادونو د یووالي سبب ګرځي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ترکمنستان د اندېښنو په ځواب کې وویل، چې د امنیت د ټينګښت له پاره به د ملي یووالي حکومت به خپله ټوله هڅه وکړي.
اندیشه زیاته کړه، چې د ټاپي د اجرایوي مرحلې له پاره به حکومت خپل ټول وس وکړي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالقدوس حمیدي وویل، چې ټاپي د افغانستان له پاره یو اقتصادي دهلیز دی.
د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږدولو (ټاپي) دغه طرحه په ۲۰۰۲ م ز کال کې جوړه شوه او ټاکل شوې ده، چې تر ۲۰۱۷ م ز کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارلی شي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې ټاپي له پیل سره په هېواد کې شاوخوا ۵۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.