په هرات کې د زعفرانو د لومړني انیستیتوت د بنسټ اېښودلو چارې

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني نن هرات ته په‌خپل سفر کې د شاوخوا ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د هېواد د زعفرانو د لومړني انستیتیوت د بنسټ ډبره کېښوده.

ښاغلي دراني د زعفرانو د انیستیتیوت د رامنځته کولو موخه؛ تحقیق، ترویج او د افغانستان زعفرانو ته بازارموندنه وبلله. نوموړی وايي چې دغه انستیتیوت په دوو کلونو کې د کرنې وزارت له بودیجې بشپړ او ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.

ښاغلی دراني وايي چې د دې انستیتیوت د ودانۍ له جوړېدلو وروسته به ټول تجهیزات هم برابر شي.

د کرنې وزیر همداراز وايي، ترکیه په کال کې ۳۰۰ کیلو ګرامه زعفرانو ته اړتیا لري چې چې د اړتیا وړ دا زعفران به له افغانستانه وپېري چې دا به د هرات نه ورصادرېږي.

ښاغلی دراني زیاتوي، له‌دې سره په خوا کې ترکان د هرات په زعفرانو د پانګونې مینهوال دي او غواړي تر پروسېس او بسته‌بندۍ وروسته یې د افغانستان په نامه نړۍوالو بازارونو ته صادر کړي.

په ورته وخت کې د هرات سرپرست والي محی‌الدین نوري وايي چې د ترکیې هېواد د زعفرانو په صادراتو ګمرکي تعرفې له ۳۰ سلنې صفر ته را ښکته کړې‌دي چې د افغانستان زعفران په اسانۍ دغه هېواد ته صادر شي.

په هرات کې د زعفرانو د انستیتیوت د بنسټ ډبرې اېښودلو ترڅنګ د څو کرنیزو پروژو ـ چې سربندونه، د اوبو کانالونه او د سلما بند د اوبو مدیریت په برخه کې دي ـ د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت پیل شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام