د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل سلام وطندار ته وویل، چې دغه کسان تېره ورځ ماسپښين یوه بجه ناپيژاندو وسله والو د جلریز ولسوالۍ له تکانې سیمې څخه نامعلوم ځای ته تښتولي دي.
عبدالرحمان منګل وایي، چې تښتول شوي کسان د جلریز ولسوالۍ اوسیدونکي او ملکي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تښتول شویو کسانو یو انجنیر هم شامل دی.
بل خوا د میدان وردګو د جلریز ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، چې تښتول شوي کسان د علي پور په نوم د یو غیر مسول وسله وال قوماندان له خوا برمته شوي دي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک سلام وطندارته وویل، چې دغه غیر مسول وسله وال قوماندان لسګونه کسان مسلح کړي او هره ورځ د کابل ـ بامیانو او کندهار له لویو لارو برمته کوي.
تراوسه پورې علي پور په نوم قوماندان په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د میدان وردګو ولایتي ادارې او قومي مشرانو د انسان تښتونې د ستونزې د هواري په موخه هلې ځلې پيل کړې، خو داسې معلومیږي چې د وروستۍ پیښې رامنتځه کېدو سره سم دغه هلې ځلې هم مثبته پایله نه درلوده.