په میدان وردګو کې د ښوونځي د ۳۱ نجونو مسمومېدل

د میدان وردګ ولایت د پوهنې رییس فضل الرحمان طارق سلام وطندار ته وویل، چې تېره ورځ د (اګست په ۲۵مه) غرمه مهال د دغه ولایت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د بابا ولي لېسي ۳۱ تنې نجونې مسمومې شوې دي.

ښاغلی طارق وایي، چې مسمومې شوې نجونې روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي او پر وینا یې د ۳۱ زده کوونکو نجونو له ډلې د دوو تنو روغتیایي وضعت د اندیښنې وړ دی.

د هغه په خبره، مسمومې شوې نجونې د لسم، یوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکې دي.

د پوهنې ریاست چارواکي د پېښې د عاملينو او علت په اړه نا خبري ښيې، خو وایي، چې پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

بابا ولي ښوونځی د میدان وردګ ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې موقعیت لري او شا او خوا ۳ سوه نجونې په کې په زده کړو بوختې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام