په لښکرګاه کې موټر بم ۷ تنه ووژل او ۴۶ نور یې ټپیان کړل

د هلمند چارواکي وايي، چې د دې برید موخه د ولایت په مقام کې د انسان تښتونې په ضد روانه غونډه وه.

ویل کیږي په دې غونډه کي د هلمند والي د مرستیال ترڅنګ، د دولتي ادارو رییسانو او ځېنو نظامي مسئولینو هم  ګډون درلود.

ځانمرګی برید د ولایت مقام د رسنیو دفتر شا ته د یوه مازدا موټر په واسطه رامنځته شوی و .

د هلمند د سرپرست والي مرستیال محمد جان رسولیار له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، په دې برید کې ۷ تنه وژل شوي او۲۱ نور ژوبل شوي دي.

 نوموړی وایي، چې  په ژوبل شویو کسانو کې د ګرشک پخوانی ولسوال حاجي محی الدین خان، د هلمند د والي ویاند عمرځواک، د کرهڼې ریاست سرپرست رییس رفیع الله قلم او د ناد علي ولسوال فتیح الله هم شامل دي.

رسولیار زیاتوي، د برید له امله تلفات ټول ملکي وګړو ته اوختي.

خو سلام وطندار ته بیا را رسېدلي تازه راپورونه وايي، چې د دغه برید له امله ۷ تنه مړه او ۴۶ نور ټپيان شوي دي.

د پېښې په ځای کې د یو شمېر ویجاړو شويو موټرو ترڅنګ، د سیکا په نوم د یوې بهرنۍ موسسې دفتر دېوالونه او یو شمېر دوکانونه هم وران شوي دي.

د برید په ځای کې عیني شاهدانو سلام وطنداره ته وویل، چې چاودنه ډېره زوروره وه او زیات ملکي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دوی وایي، اکثره مړي او ټپیان له سیمې نه تېرېدونکي ملکي کسان او د ملکي ادارو ماموران وو.

له بل لوري بیا د بست روغتون یو ډاکټر، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سلام وطنداره ته وویل، د چاودنې له ځایه ۴۳ تنه ټپیان او ۷ تنه مړي بست او ایمرجنسي روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

د هغه په خبره، ځېنې ژوبل شوي کسان یې له درملنې وروسته رخصت کړي دي. 

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لېږلي پيغام کې لیکلي، چې برید د دوی له لورې شوی دی.

د احمدي په خبره، د برید موخه یې د رسنیو په دفتر کې د روانې غونډې د ګډونوالو وژل وو.

دا په تېرو دوو اونيو کې درېیم ځانمرګی برید دی، چې د لښکرګاه ښار اړوند بېلابېلو سیمو کي ترسره کېږي.

تېره اونۍ د لښکرګاه په بولان سیمه کې یو موټر بم ۷ تنه وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام