په قطر کې له طالب‌استازیو سره د ښځینه حقوقو ځېنو فعالانو لیدنه

د ۳ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰ افغان‌کډوالو ـ چې په اروپا او امریکا کې ژوند کوي ـ شنبې (۳۱وري/ حمل) د قطر په دوحې کې له طالب‌استازیو سره په پټ ډول سره لیدلي دي.

واشنګټن‌پوسټ ورځپاڼه لیکلي چې د ښځینه حقوقو دې فعالانو د شېرمحمد عباس ستانکزي په ریاست کې له هغه سره شاوخوا ۶ساعته خبرې‌اترې کړې‌دي او د دې خبرو پایلې مثبتې بولي.

که څه هم د غونډې ځېنو ګډونوالو د دې ناستې د منظموالي په اړه خبرې کوي؛ خو وايي چې دې ډول خبرو ته د طالبانو تمایل او د افغانستان مسیالو ته اهمیت ورکول؛ خبرو اترو ته زمینه برابروي چې جنګ پای ته ورسوي.

د ښځینه حقوقو فعالان مسعود سلطان دا خبرې‌اترې د یوې دروازې د پرانېستلو په معنا بولي او وايي، «طالبانو ښه او صمیمانه چلند لرلو، هغوی وویل چې د سولې غوښتونکي دي او د خبرو اترو له لغوه کولو ناراحته وو.»

دا ګډونوال وايي چې طالبانو د ښځو د حقوقو په اړه مشخص نظر له دوی سره شریک نه‌کړ؛ خو ویې ویل چې د اسلام پر بنسټ به ښځو ته په حرمت قایل شي.

د دې پلاوي بله غړې خاټول مومند وویل، «طالبانو بدلون کړی او نور په ټولنه کې د ښځو واقعيي حضور غوښتونکي دي. هغوی غواړي چې ښځې په رښتیا په ټولنه کې ونډه ولري؛ خو تر اوسه د قضاوت له‌پاره وخت شته.»

د ښځینه حقوقو د فعالانو پلاوي کې تلليو نرانو د سولې په خبرو اترو کې د افغان کډوالو د برخې ورکولو غوښتونکي دي.

له‌دې مخکې د ولسمشر له مرستیال ویاندویانو یو تن له طالبانو سره د خصوصي خبرو‌اترو په اړه ویلي وو چې په‌دې اړه هېڅ نظر نه‌لري او هغه څه چې په‌دې خبرواترو کې مطرحېږي؛ د اشخاصو شخصي نظرونه دي.

د ښځینه حقوقو د فعالانو دا لیدنه په‌داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې‌وه د همدې اوونۍ له شنبې تر دوشنبې په قطر کې د حکومت او طالب‌استازیو ترمنځ غونډه وشي؛ خو لغوه شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو چې طالبانو د افغان‌حکومت د ۲۵۰کسیز نوم‌لړ سره مخالفت کړی‌و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام