د روسیې په کوربتوب ۲۰۱۸ کال ۲۱م پړاو فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې بېګا شپه وروستۍ ۱ پر ۸ پړاو سیالۍ وشوې چې پهکې انګلستان او کروشیا لوبډلو بریاوی خپلې کړې.
د بیګا شپې په لومړۍ کوارټرفاینل لوبه کې انګلستان سویډن لوبډلې ته له یواړخیزې لوبې وروسته ۲ د صفر ګول په وړاندې ماتې ورکړه او د ۴ غورو لوبډلو په کتار (سیمي فاینل) کې یې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړ.
دا د ۱۹۹۰ کال او ۲۸ کلن انتظار وروسته لومړی ځل و چې د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې له توقع لېرې ځان د فوټبال نړۍوال جام څلورم پړاو ته ورسولو او د ۱۹۶۶ کال وروسته یو ځل بیا د دې چانس لري چې د دویم ځل لهپاره د فوټبال نړۍوال جام اتلولي وګټي.
دغه راز په ورپسې لوبې کې د کوربه روسیې فوټبال ملي لوبډله د کروشیا فوټبال ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووتله چې د لومړۍ پاڼۍ په وروستیو دقیقو کې یې د سیالۍ لومړی ګول ووهلو؛ خو تر ټاکلي او اضافه وخت سره ـ سره سیالۍ ۲ پر ۲ ګولونو مساوي پای ته ورسېده او د لوبې پایله (پنلټي شوټونو) ته ورسېده.
په پنلټي شوټونو کې لومړی ګول کروشیایي ګول کیپر بچ کړ او ورپسې ګول ووهل شو؛ خو کروشیا بیا لومړی ګول وکړ او دویم روسي ګولساتوونکي ایسار کړ.
دغه راز په پاتې ۳ ګولونو کې روسیې یوازې ۲ ګونه ووهل؛ خو کروشیا لوبډلې پاتې ټول ګولونه وکړل او ۴ د ۳ ګولونو پر وړاندې یې کوربه روسیه د نړیوال جام حذف کړه. د یاد هېواد مینهوال یې په ژړا کړل او د انګلستان خلاف یې (فاینل) ته د رسېدو لهپاره (سیمي فاینل) لوبه کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړ.
کروشیا چې په تېر۲۰۱۴ کال فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې یې ۱۹م مقام ګټلی و؛ له ۱۹۹۸ کال وروسته د لومړي ځل لهپاره او سږ کال د فرانسې، بلجیم او انګلستان پسې وروستۍ لوبډله شوه چې (سیمي فاینل) پړاو ته ورسېده.
کروشیا د فوټبال نړۍوال جام په تاریخ کی دویمه لوبډله شوه چې په یو نړۍوال جام کې ۲ ځلې لوبه په پنلټي شوټونو ګټي چې مخکې دا کارنامه په ۱۹۹۰ کال فوټبال نړۍوال جام کې ارجنټاین لوبډلې کړېوه.
د فوټبال نړۍوالی شورا (فیفا) لهخوا د ورکړل شوي مهالوېش لهمخې به راتلونکې سهشنبې د جولای په ۱۰مه نېټه د شپې ۱۰ نیمي بجې لومړی فرانسه او بلجیم او په ورپسې ورځ د جولای په ۱۱مه نېټه د شپې ۱۰ نیمي بجې به انګلستان له کروشیا سره (فاینل) ته د رسېدو لهپاره (سیمي فاینل) لوبې وکړي.
سږني فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د فوټبال د ډېرو مبصرینو او مینهوالو لهپاره په زړهپورې او حیرانوونکې وې چی دفاعي اتله المان په لومړي پړاو کې او د کریسټیانو رونالډو او لیونیل میسي په موجودیت کې پرتګال او ارجنټاین په دویم پړاو کې حذف شوی؛ خو په نړۍواله درجهبندۍ کې ۷۰ م مقاملرونکې روسۍ لوبډله ان د ۸ غورو لوبډلو پړاو ته ورسېدله.