په فاریاب کې یوه ښځه د خپل مېړه او خسر له خوا ووژل شوه

په فاریاب کې سیمه ییز چارواکي وايي، چې نامعلومو وسله والو د دغه ولایت خواجه سبز پوش ولسوالۍ په ینګي کلا سیمه کې له یوې ۲۵ کلنې مېرمنې څخه يې سر غوڅ کړی او وروسته يې بیا بدن په چاقو سوری سوری کړی دی.

دغه ۲۵ کلنه مېرمن فوزیه نومیده او سیمه ییز چارواکي وايي، چې په زیات احتمال سره دغه کار د فوزيې د خسر او مېړه له خوا شوی دی.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار ته وویل، چې فوزیه په اصل کې د پښتونکوټ ولسوالۍ د سبز سیمې اوسېدونکې وه.

معصومي زیاته کړه، چې دغه ښځه دوه کاله وړاندې واده شوې وه، خو په همدغه موده کې يې اولاد دنیا ته نه و راوړی.

د فاریاب د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د پېښې د تایید ترڅنګ وايي، چې په دې اړه يې د فوزيې مېړه محمداسحاق او د نوموړې خسر عبدالقیوم يې د هغې د کورنۍ د شکایت پر بنسټ نیولي دي.

په فاریاب کې د بشري حقونو د ولایتي کمیسیون مسوولین وايي، چې دوی په دغه ولایت کې د مېرمنو د قتل ګراف لوړېدو په اړه اندېښمن دي.

د راپورونو پر بنسټ د سږکال له پېل راهیسې په دغه ولایت کې ۲۴ ښځې په قتل رسيدلې دي.

په فاریاب کې د بشري حقونو د کمېسیون ولايتي مشر سېد حفیظ الله فطرت وايي، چې د فوزیې قتل د کورني تاوتریخوالي امله رامنځ ته شوی.

فطرت وايي، چې په دغې کورنۍ کې پخوا هم تاوتریخوالی موجود و او پر وینا يې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ د دې مېرمنې خسر او مېړه په دغه قضیه کې لاس لري.

په فاریاب کې د بشري حقونو ولایتي کميسیون له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، چې د دې پېښې عاملان باید د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام