په غور کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه کې ۹ وسله وال وژل شوي

د غور سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د طالب وسله والو او داعش پلوه وسله والو تر منځ د جګړې خبر ورکوي.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار ته وویل، چې د داعش پلوه وسله والو او طالبانو تر منځ له تېرې اونۍ راهیسې تر پرون شپې پورې جګړه روانه وه.

خطیبي وايي، چې دغه نښتې د غور مرکز فیروزکوه ښار او د چهارسده ولسوالۍ په کورګین کلي کې شوي دي.

د ویاند په خبره، په جګړه کې ۴ داعش پلوه وسله وال او ۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور له دواړو خواوو ټپیان شوي دي.

د والي ویاند وايي، د دغو وسله والو ډلو تر منځ نښته پای ته رسېدولې خو دواړه لوري یو بل ته د کمین په حالت کې دي.

خطیبي وویل، د طالبانو مشري ملا احمد شاه، چې د ملا هبت الله پلوی دی کوي او د داعش په پلوۍ ملا شاه ولي ټاکل شوی قوماندان دی.

دی وایي، وروسته له هغې دغو ډلو نښته وکړه، چې د ملا شاه ولي پلار احمد خان مرغابي د طالبانو له خوا ووژل شو.

نوموړی زیاتوي، دغه نښته په هغو سیمو کې شوي، چې د امنیتي ځواکونو په واک کې نه دي او سیمه ییز چارواکي په دې لټه کې دي، چې د قومي مشرانو په مرسته خلک د طالباني او داعشي مفکورې لرې وساتي.

طالبانو داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام