د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي وايي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملاعمر د فاتحې پر مراسمو د افغان امنيتي ځواکونو له لوري برید شوی.
د راپورونو پر بنسټ د طالبانو امیر ملامحمد عمر څه باندې دوه کاله وړاندې په مرموز ډول مړ شوی.
احمدي سلام وطندار ته وویل، چې له څو ورځو راهیسې طالبانو خلک د تبلیغاتو له لارې په دغه فاتحه کې د ګډون له پاره بلل.
د غزني د والي مرستيال زياته کړه، چې د ملامحمد عمر د فاتحې مراسم نن دوشنبه د یاد ولایت په قره باغی او نوغي کلو کې ترسره کېدل.
د احمدي په خبره ملاعمر د حکومت له لوري د تروریست او قاتل په توګه پېژندل شوی، نو له همدې کبله د هغه فاتحې پر مراسمو هم د افغان امنيتي ځواکونو له لوري بريد وشو.
د غزني مرستیال والي وايي، چې د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ د غزني په ناني، اسنفده، نوغي او د کابل ـ کندهار په لویه لاره کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
احمدي سلام وطندار ته دا هم ويلي، طالبان د ټوپک په زور خلک مجبور کړي وو، چې د ملاعمر د فاتحې په مراسمو کې باید ګډون وکړي.
د راپورونو پر بنسټ د فاتحې مديریت د طالبانو مشهورو قومندانانو په لاس کې وو او له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي.
د ويلو ده، چې طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.